جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعمران خان بيل ګيټس نه افغانستان ته مرسته غوښتې

عمران خان بيل ګيټس نه افغانستان ته مرسته غوښتې

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان د مايکروسافټ کمپنۍ بنسټګر او مشهور ميلياردر بيل ګيټس سره ټلیفوني خبرې وکړې.

  د عمران خان دفتر د نوموړي په حواله وايي: افغانستان له نیمايي زیات وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

پاکستاني صدراعظم له بیل ګیټس څخه غوښتي، چې له دغه وضعيت څخه د افغانانو په ژغورلو کې مرسته وکړي.

عمران خان په دې ټلیفوني مکالمه کې دافغانستان د روغتيايي سيستم د سقوط په اړه هم انديښنه ښودلې او ويلي، چې پاملرنه ورته ضرور ده.

سرچينې نه دي ويلي، چې بيل ګيټس عمران خان ته په دې اړه څه ځواب ورکړی؟

بیل ګیټس مخکې له افغان چارواکو سره مستقيمې اړيکې لرلې.

هغه د پوليو ناروغۍ د ختمولو لپاره افغانستان سره مرستې کولې او څو ځلې يې له بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني سره په دې اړه معلومات مخامخې ليدنې او ټليفوني خبرې کړې وې.

د افغانستان په استازيتوب د پاکستاني صدراعظم نننيو خبرو په ټولنيزو شبکو کې افغانان، په ځانګړي ډول بهر میشتي هغه چې د بيان ازادي لري، سخت پارولي دي.

دوی د عمران خان پرله پسې داسې چلند د‌ دې ښودونکی ګڼلی، چې عمران خان عملآ ځان د افغانستان مالک او حاکم ګڼي.

د معترضینو په خبره، افغانستان بايد د پاکستان د پینځمې صوبې په موقف کې نه وي، يانې پاکستاني چارواکي يې پرله پسې استازیتوب ونه کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب