جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهالفيصل: طالبان القاعدې سره تړاو لري، د رسميت پېژندلو نه دي

الفيصل: طالبان القاعدې سره تړاو لري، د رسميت پېژندلو نه دي

تاند( چارشنبه، د ميزان څوارلسمه) د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی رئیس ترکي الفيصل، چې طالبانو سره يې د دوی د تېرې واکمنۍ پر مهال د اسامه بن لادن په اړه مذاکرات کړي وو، د دوی د اوسني رژيم د په رسميت پېژندلو مخالفت کړی دی.

الفيصل له اسکای نیوز سره په تازه مرکه کې ويلي، چې طالبان اوس هم القاعدې سره اړيکې لري او له دې کبله نه بايد په رسميت وپېژندل شي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د طالبانو د په رسميت پېژندلو او ورسره تعاملاتو لپاره د دوی د څرګندونو او ژمنو پر ځای بايد د دوی عملي ګامونه معيار وټاکل شي.

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رئيس دغه راز ويلي، چې طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د سعودي عربستان شاهي نظام ته د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو ژمنه وکړه، خو پر دې ژمنې یې عمل ونه کړ.

له دې سره نوموړی ټينګار کوي، چې له افغانانو سره بايد نړۍ له شديد بشري ناورين څخه په راوتو کې مرسته وکړي.

الفيصل په دې مرکه کې د جمهوري نظام د سقوط اصلي دلیل له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د‌ دوحې د سولې تړون ياد کړی.

هغه د دغه تړون د لاسليک له کبله د امريکا متحده ايالاتو پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه تړون د عملي کیدو د دوام له کبله پر اوسني ولسمشر جوبایډن نيوکې کړي.

سعودي عربستان د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د نړۍ له محدودو درېيو هېوادونو څخه و، چې د دوی رژيم يې په رسميت پېژندلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب