جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاایم ایس څه ډول ناروغي ده

ایم ایس څه ډول ناروغي ده

(multiple sclerosis)
ایم ایس یوه خطرناکه او ډاروونکې ناروغي ده چې د multiple sclerosis یا د بیلابیلو ځایونو د وچیدو یا سختیدو معنا ورکوي او له همدې لفظ اخیستل شوې ده.
دا ناروغي عصبي ناروغي ګڼل کیږي چې تر ډيره په بالغو خکو کې را منځته کیږي او تر ټولو ډير له ۲۰ کلونو تر ۴۰ کلونو خلک پرې اخته کیږي.
په ښځو کې د نرانو په پرتله کابو دوه برابره ډيره لیل کیږي .په اروپا او امریکا کې له هرو زرو تنو یو پرې اخته کیږي خو دا کچه په آسیا کې کمه ده.
په ایران کې په تخمیني ډول ۵۰ زره کسان دا ناروغي لري
د دې لپاره چې په ناروغۍ ښه پوه شو باید عصبي سیستم هم لږ تشریح کړو.
د انسان عصبي سیستم له مغز یعنې د سر په کوپړۍ کې مغز او نخاع یا د ملا په تیر کې مغز څخه جوړ شوئ چې دې ته عصبي مرکزي سیستم ویل کیږي چې له هغو ټول بدن ته عصبي ریښې غځيدلې او دې ته بیا محیطي عصبي سیستم ویل کیږي.
دغه عصبي ریښې چې له بدن د اعصابو مرکزي سیستم او له هغه ځایه د بدن ټولو برخو ته عصبي سیالې یا معلومات وړاندې کوي او حسیت را منځته کوي د میلین myelin په نوم یو پوښ لري چې د یوې عایق مادې په توګه عمل کوي او ډير زر عصبي سیالې له مغز بدن او برعکس استوي.
ښه د ایم ایس ناروغۍ په وخت کې څه کیږي؟
همدغه د عصبي ریښو پوښ یا میلن متضرر کیږي او د عصبي سیالو انتقال یا کمیږي او کله کله خو بیخي له منځه ځي.
دا ضرر میندنه له دوو لارو کیږي یا ا چې د میلن په برخه کې یو پړسوب یا التهاب را منځته شي او یا دا چې په خپله د میلین برخه له منځه لاړه شي.
چې په دواړو حالاتو کې د عصبي سیالې په انتقال کې ستوځنې پيښیږي او یا هم له منځه ځي.
د ناروغۍ لامل
:
دا ناروغي هم سرطان ته ورته ده په دې معنی چې دا التهاب را منځته کیدنه کوم بهرنئ عامل نه لري بلکې منشآء ېې داخلي ده.
په ډيرو ناروغیو کې التهاب له دې امله را منځته کیږي چې یو بهرنئ عامل لکه میکروب یا وایروس یا هم بل هر بیروني شئ بدن ته ننوزي او بدن د هغه په وړاندې عکس العمل وښيي خو دا ناروغي داسې نه ده بلکې بدن په خپله د بدن په وړاندې عکس العمل ښيي چې دا تر ټولو خطرناک ډول دئ.
بدن هم د یوه هیواد حیثیت لري په یوه هیواد کې هم بهرنئ دوښمن دومره خطرناک نه ګڼل کیږي خو داخلي لاس پوڅي چې د هیواد دننه خپل هیواد ته ضرر رسوي تر ټولو خطرناک دي.
البته د بدن په وړاندې د بدن جګړه یو لامل نه لري بلکې د ډيرو لاملونو احتمال شته د مثال په ډول ارثي عوامل، هغه کسان چې په خپله کورنۍ کې د ایم ایس د ناروغۍ تاریخچه لري تر نورو ډير په دې ناروغۍ د اخته کیدو چانس لري.
نا پيژندل شوي محیطي عوامل د مثال په ډول موږ وایو د مرۍ د سرطان یو مهم لامل هم د سره چای یا نورو ګرمو خوړو د ډير وخت لپاره خوړل یا هم په دوامدار ډول ستوني ته د معد ي د تیزابو را پورته کیدل دي، ایم ایس هم دې ته ورته په لسګونو محیطي عوامل لري چې هیڅ یو ېې هم په دقیق ډول نه دئ ثابت شوئ اویواځې تقریبي ګڼل کیږي.
د ناروغی اعراض،علایم، او تداوی به ورسته درته وړاندی سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب