شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د طالبانو د ملاتړ په اړه پلټنه یا پر پاکستان...

پاکستان وايي، د طالبانو د ملاتړ په اړه پلټنه یا پر پاکستان بندیز په تاوان دی

تاند(پنجشنبه، د میزان۸) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کانګریس د ځینو غړیو دا غوښتنه چې د پاکستان په اړه دې د طالبانو د ملاتړ په برخه کې څېړنې وشي، د دوو هیوادونو د اړیکو په تاوان وبلله.

د امریکا د کانګریس د سنا جرګې ۲۲ جمهوریپالو استازو یوه لایحه چمتو کړې چې پر اساس یې نه یوازې د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان د رول په اړه د پلټنو غوښتنه کوي بلکې د پاکستان او طالبانو پر ضد د بندیزونو وړاندیز کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عاصم افتخار د چهارشنبې په ورځ وویل «موږ وینو چې په واشنګټن کې، هم په رسنیو او هم کانګریس کې بحث روان دی چې هغه عوامل وڅېړي چې په نتیجه کې یې امریکا له افغانستان څخه ووتله. داسې ښکاري چې پر دې بحث باندې په عکس العمل کې د سنا جرګې د یو شمېر جمهوریپالو له لوري د لایحې مسوده وړاندې شوې ده.»

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل چې په لایحه کې د پاکستان یادونه هم شوې چې یومخ د نه منلو ده.

«موږ دا ډول یادونې د افغانستان د سولې د پروسې او له افغانستانه په وروستیو کې د امریکایانو او نورو ملتونو د ایستلو په شمول له ۲۰۰۱ څخه د افغانستان پر سر د پاکستان او امریکا د همکارۍ د روحیې خلاف بولو.»

له بلې خوا پرون د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري د امریکايي سناتورانو له لوري پر طالبانو او پاکستان د بندیزونو پر وړاندې شوې لایحې لایجې غبرګون وښود.

فواد چودري په دې کار کې د هند لاس وباله او د هغه هدف یې د امریکا او پاکستان د اړیکو خرابول وباله.

ده هیله ښکاره کړه چې د کانګریس اکثریت غړي به دا لایحه رد کړي.

د امریکايي سناتورانو له لوري په وړاندې شوې لایحه کې د پاکستان په ګډون د طالبانو د بهرنیو ملاتړ کوونکو هیوادونو یادونه شوې ده.

امریکايی رسنۍ وايي، دا لایحه همداراز وړاندیز کوي چې پر هر هغه هیواد دې د امریکا مرستې ودرول شي او بندیزونه دې پرې ولګول شي چې امریکا باور لري د طالبانو ملاتړ یې کړی دی.

4 COMMENTS

  1. WORLD MUST BRING POLITICAL&ECONOMICAL PRESSURE ON PAKISTAN/PAKISTAN ALWAYS SAYING
    PAKISTAN IS WHITE BIRD, BUT SUPPORTING TERRORISM.
    PAKISTAN IS TWO FACE.IF UNITED STATE CUT DOWN HELP WITH PAKISTAN. PAKISTAN WILL NO MORE IN MAP.
    SAUDI ARABI AND ALL ARABIC COUNTRY MUST CUT DOWN HELP WITH PAKISTAN,
    THANK YOU

  2. نن سبا زموږ د هیواد ننګینه حالت ، کوم چي حرامي پاکستان او د ابلیسانو د را ټولېدو خطې د خپلو طالباني مزدورانو په وسیله پر افغانانو را تپلی و یوه سویچ سوی ګرینېډ ته ورته دی چي دا سیمه او پخپله پکستان به د اور په لمبو کي سوځوي. د پکستان ابلیسی واکداران به ضرور دا سوچ د ځانه سره لري چي افغانستان داسي آسانه ګوله نه ده چي څوک يې هضم کړي.
    د اشرف غني منتخبه واکداري چا نده را پرزولې. هغه پخپله د وینو د تویېدو او د يوې توطيئ د عملي کېدو د مخنیوي په خاطر ځان ګوښه کړ .د هغه منتخب دولت اوس هم خپل قانوني مشروعیت لري. هغه به د نړۍ والي ټولني لخوا ضرور بیرته د قانوني دولت د مشر په حیث پېژندل کیږي . وخت د پکستاني صوبو د خپلواکي تر لاسه کولو د پاره را رسېدلی دی.

  3. پاکستان نه یواځې د ګاونډیو هیوادو بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو ناسور او سرطان دی. د پاکستان پوځ او استخبارات خو د نړۍ هیوادو ته ګواخ دی مګر خپل عام ولس یې هم خوار کړی. یا باید پاکستان د استخباراتو له ولکې خلاص شي او کنه باید د نړۍ د نقشې دا د پاکستان نوم لرې شي.

  4. پاکستان سیمه کی د سزطان دانه او د اسلام لوی بدناموونکی دی. څومره فلسطینیان دوی د اسرایلو سره د معاملی په ترڅ کی شهیدان کړل او څومره افغانان یی د انګریز په لویه لوبه کی چی دا اوس هم روانه ده ووژل . څومره ريښتیانی ملی مجاهد او دانسته منور افغانان یی د جهاد کلونو کی او څومره صادق او مجاهد طالبان یی د امریکایی اشغال په دوره کی یا ووژل یا یی امریکا ته په لاس ورکړل او د افغانستان دجنګ کروکی یی خارجیانو ته ورکوله. څومره پښتانه مشران یی وزیرستان او بنو او کوټه کی ترور کړل او څومره ننګیالی بلوڅان یی شهیدان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب