Homeخبرونهاندراب کې یو ډاکټر او کورنۍ يې د مقاومت جبهې د ټپيانو...

اندراب کې یو ډاکټر او کورنۍ يې د مقاومت جبهې د ټپيانو د درملنې له کبله وژل شوي

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) د بغلان له اندراب ولسوالۍ څخه راپورونه وايي، چې تېره شپه يو سيمه ييز ډاکټر د کورنۍ له ۱۰ غړو سره يې وژل شوی.

سرچینو ویلي، چې دغه ډاکټر زین الدین نوميده او د طالبانو ضد مقاومت جبهې د ټپيانو د درملنې په تور وژل شوي.

د ځايي خلکو په وینا، دغه ډاکټر او کورنۍ يې د طالبانو په جامو کې ورغلو وسله والو وژلي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اندراب او پنجشير د افغانستان هغه سيمې دي، چې تر وروستۍ وسې يې د طالبانو د واکمنیدو پر ضد مقاومت وکړ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...