جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د طالبانو ملاتړ مو نه دی کړی، امريکا دې بنديزونه نه...

پاکستان: د طالبانو ملاتړ مو نه دی کړی، امريکا دې بنديزونه نه لګوي

تاند:( پنجشنبه، د ميزان اتمه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د امريکا متحده ايالاتو د سنا جرګې هغې لايحې ته غبرګون ښودلی، چې پر طالبانو او دوی نه د ملاتړ له کبله پر پاکستان بنديزونه غواړي ولګوي.

شیخ رشید ويلي: پاکستان د طالبانو هیڅ ډول پوځي ملاتړ نه دی کړی، بلکې دا ډله یې د امريکا په غوښتنه د سولې مذاکراتو ته کینولې ده.

پاکستاني وزير زياته کړې، چې هېواد يې د طالبانو ملاتړ نه دی کړی، خو امریکايي سناتورانو په دې اړه ناسم تورونه لګولي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند بيا رسنيو ته ويلي، چې پر دوی د بندیزونو د وضع کولو ياده لايحه د امريکا او پاکستان د همکارۍ د روحيې پر ضد ده او بايد تعقیب نه شي.

ياده لايحه پرون څه باندې شلو امريکايي سناتورانو سنا ته وړاندې کړه، چې طالبان او پاکستان دواړه یې سخت وارخطا کړي دي.

پاکستان په سلګونه ځله د څو لسيزو په موده کې تورن شوی، چې د طالبانو او ترهګرو ډلو په ملاتړ، تمويل او پناه ورکولو کې مهم نقش لري.

دغه هېواد په ۲۰۰۱ کې هم د طالبانو په سر له سخت نړيوال فشار سره مخ شو، چې په پايله کې يې له امریکا او متحدینو سره یې د طالبانو د رژيم نسکورولو لپاره لاس هم يو کړ.

اوس معلومه نه ده، چې پاکستان به د طالبانو د ملاتړ لپاره تر څومره فشارونو پورې مقاومت وکړي؟

4 COMMENTS

  1. له نړۍ څخه د تروریستانو لمه منځه وړلو یواځینې لار پر پاکستا فشار راوړل او مکمل اقتصادي بندیزونه لګول دي. د پاکستان منافقت او دوه مخې ټولو ته لکه لمر څرګنده ده

  2. زوړ بېلاريه،
    له تاسې خو چا پوښتلي وو چې ((تاسې ولې واده نه کوئ؟))
    تاسې ورته په ځواب ويلي وو :
    ((شېدې چې پيدا کيږي حاجت (اړتيا/ضرورت) غوا ته نشته)).
    پېغله مو له شېدو او ښځه مو له غوا سره ورته ګڼلې وه يعنې تشبيه کړې وه.
    زما پوښتنه له تا غوندې له يو زاړه بېلاري څخه دا ده چې ستا غوندې يو مشهور بېلارې د طالبانو د اسلامي امارت ملاتړی شي، نو د داسې اسلامی امارت او شرعيت خوند به څه وي؟
    په دې هيله چې د مشر ملا صاحب ملا محمد عمر وړانده او بېسواده چرګوړي په دې پوه شي چې دا امارت امارت کيږي نه او نه به مو دا د شريعت شړۍ وړۍ شي. دين پاک دی او تقدس (سپېڅلتيا) غواړي.

  3. دا چلستانیان نه خدای منی نه رسول منی او نه شریعت! دا درواغجن منافقان دی او اوس زمونږ ملایان هم درواغ وایی او هم دخپلو کړونه نه سوچ منکریږی / الله ته تګ لری له خدای وبیرږی دوراغ مه وایاست درواغ ویل د منافق علامه ده. خلک ړانده ،کاڼه او ګوګیان ندی ټول یی په سترګو وینی، د آی اس آی موردګاو مشر څله راغلی وو دی دچا د مور میړه دی چی په خپل سره د افغانانو کور ته راځی ؟
    خو لعنت دی پر مور خرڅونکو افغانانو سی چی کله مور پر امریکا خرڅوی کله پر ایران ،کله پر روس او کله پر پنجابیانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب