Home+پاکستانۍ لوبدله ۵ کاله وروسته بنګله دېش ته ځي

پاکستانۍ لوبدله ۵ کاله وروسته بنګله دېش ته ځي

تاند( چهارشنبه، د سنبلې ۲۴) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې به د نومبر په میاشت کې بنګله دېش ته سفر وکړي.

یادې دواړه لوبډلې ۲ ټېسټ او ۳ نړیوالې  شل اوره لوبې لري.

له ۲۰۱۵ راهیسې پاکستانۍ لوبډلې بنګله دېش ته سفر نه دی کړی او له اوږده ځنډ وروسته د پاکستان لومړنی سفر دی چې یاد هېواد ته ځي.

دا لوبې د کرکټ نړیوال جام وروسته سمدستي پيلېږي.

ټاکل شوې چې د شل اوریز نړیوال جام د نومبر په ۱۴مه پای ته ورسېږي او د دواړو لوبډلو ترمنځ به شل اوریزې لوبې په ۱۹، ۲۰ او ۲۲م د نومبر ترسره شي او له هغې وروسته به ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې لومړۍ د نومبر له ۲۶-۳۰مې نېټې او دویمه یې د ډسمبر له ۴-۸ پورې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...