دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ولې څوک دخولې بوی خپله نه احساسوي؟

ولې څوک دخولې بوی خپله نه احساسوي؟

 تاند- ځیني دا پوښتنه کوي چې کله یې د خولې بوی ځي په خپله ولې نه پرې پوهیږي او شاوخوا کسان یې ښایي احساس کړي،مثلا که چا اوږه خوړلې وي په خپله یې نه احساسوي خو شاوخوا کسان یې ټول حس کوي .

د ستوني، غوږ او پوزې ډاکټران څرګندوي چې ددې علت د پوزې او خولې رابطه ده، داسې چې بوی پوزه په پیل کې کشوي بیا ورسره عادت کیږي.

ډاکټران داسې مثال ورکوي چې یو څوک که له بهره یوې کوټې ته چې ور او کړکۍ یې تړلي دي او هوا یې دپه شوې ده ننوځي ممکن بل ډول بوی حس کړي خو هغه څوک چې په همدې کوټه کې ناست دی هغه نه پوهیږي ځکه چې پوزه یې عادت شوې ده.

د پوزې، ستوني او غوږ د ډاکټرانو د نړیوالې ټولنی غړی ډاکټر میشال دیګ وایي، د خولې د بد بوي علتونه ګڼ دي، پکې یو د غاښونه دي چې سم پاک نه شي، بل علت یې د خولې ناروغي ده او یو شمیر خوراکونه لکه اوږه هم دغه ستونزه پیدا کولای شي. همداراز سګریټ او شراب هم دخولې بد بویي زیاتولای شي.

کمیاوي تعاملات هم د خولې په بدبویي کې اغیز لرلای شي، داسې چې د ډوډۍ بقایا د غاښونو په منځ کې بکتریا جوړه کړي او د ودې زمینه ورته مساعده کړي.

2 COMMENTS

  1. د خپلی خولې د بوی نه احساسوَل دومره د حیرانتیا وړ خبره نه ده ، د حیرانتیا وړ خبره دا ده چی د خوب په حال کی خُرخُر کوونکئ کس ولی خپل خُرخُر نه اوری خو نورو کسانو ته ئې ( حتی که په بله کوټه کی هم بیده وی) مزاحمت جوړ کړیدئ ، چی د خپل خُرخُر د نه اورېدو علت به څه وی؟

  2. خر خر Respiratory failur دسايستلو ځند
    کله چي څوک خر خر کوي دلته دد سړي مغزو ته په پوره برخه اکسيجن نه رسيږي دا يوه ناروغي ده چه درمل نه کيږي. څوک چي د شي له مخي ډير خريږي هغه بيا د ورځي له مخي ډير ستړی حس کوي. د سايستلو په ځنډ کي لګوالی رالاشي.
    ښه لا يي داده دا نا روغه اول بايد د سا يستلو سګي داکتر ورشي هغه بيا سړی د خوب لابور ته استوي چي هلته کنترول کيږي د سا يستلو ځنډ څومره ډير اودوام کوي. که چيرته دلابور کي سا يستني ځند تر هغه معين حد نه لوړ وو بيا يو رکم د سايستلو ماشين ورته ورکول کيږي کوم د شپي له مخيي په پزه او خوله ښول. دا ماشين د سا يستلو ځنډ ښه کومک کوي يعني خرا نه وي. دلته بايد ياد شي دا ماشين به ټول ژووند کارول کيږي ځکه چي دد ناروغي درمل نه کيږي. بله داهم بايد شي چي دا ناروغي خترناکه ده کيداي سړي ته دوماغي ناروغي پيښه شي او يا دا ناروغه حتا مړ شي.
    نور معلومات له يوه متخصصه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب