دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد اروپايي اتحادیې مشرې افغانستان ته د ۱۰۰ ملیون یورو بشري مرسته...

د اروپايي اتحادیې مشرې افغانستان ته د ۱۰۰ ملیون یورو بشري مرسته اعلان کړه

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۴) د اروپايي اتحادیې مشرې اورسلا فون دیرلاین نن / چهارشنبه وویل، د دې اتحادیې ۲۷ غړي له افغانانو سره ولاړ دي او ژمنه کوي چې افغانستان ته به بشري مرسته زیاته کړي.

د اروپايي کمیسیون مشرې د اروپايي اتحادیې د غړیو دولتونو ملتونو ته په کالنۍ وینا کې وویل «موږ باید هلته (افغانستان) د پراخې لوږې او بشري ناورین د حقیقي خطر د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړو چې ممکنه وي.»

دې زیاته کړه «موږ به خپله برخه واخلو، موږ به افغانستان ته بشري مرسته تر ۱۰۰ ملیون یورو پورې زیاته کړو.»

دا نوې ژمنه وروسته له دې کېږي چې اروپايي کمیسیون مخکې لا د سږ کال لپاره افغانستان ته بشري مرستې څلور برابره ډېرې کړې او ۲۰۰ ملیون یورو (۲۳۶ ملیون ډالر) ته یې رسولې وې.

فوان درلاین وویل، اروپايي اتحادیه په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره نوی پراخ پکېج چمتو کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب