یکشنبه, مې 19, 2024
Home+راج کمار ولې په فلمونو کې نه ژړل؟

راج کمار ولې په فلمونو کې نه ژړل؟

وحید ذهير/ راج کمار د هندي سینما مشهور هنرمند تېر شوی. راج به تر ډیره په هر فلم کې د رعب-داب رول درلود. د ده په اړه ویل کیږي چې هر څه یې په خپله خوښه کول. که د فلم کیسه به یې خوښه شوه، ډایرکټر سره به جوړ راغی او که خوښه یې نه وه نو نه به ورته د ډیرو پیسو وړاندیز مهم و، نه ملګرتیا او نه د چا خوشالي…

د راج کمار فلمونه که چا لیدلي وي، پوهیږي چې نوموړي څومره اغیزناک غږ درلود او څه خاص عالي ډایلاګونه لري.

راج کمار مخکې له دې چې فلمونو ته راشي، پولیس و. یوه نقطه دا هم ده چې ده تر اخره کلک، منظم او عسکري خوی درلود.

راج کمار به فلمونو کې نه ژړل، ژړا یې نه خوښېده. ده چې به فلم کې سترګو ته لاس ونیو، همدې به د ژړا معنا درلوده.

وايي ګویندا نوی فلمونو ته راغلی و، راج کمار سره یې یو فلم درلود. د فلم د شوټنګ پرمهال د ګویندا کوم شرټ د راج کمار خوښ شوی و نو ګویندا ته یې ډیر صفتونه وکړل. ګویندا خوشاله شو، خپل کمیس یې وویست او راج کمار ته یې ورکړ. هلته ټول کارمندان غلي وو چې راج کمار به څنګه غبرګون ښيي. راج کمار ترې شرټ واخیست، ګویندا ویاړ کوو چې یو ډیر لوړ او مشهور هنرمند ته یې شرټ ورکړی. د فلم د شوټنګ په بله ورځ ولیدل شو چې راج کمار هغه شرټ شکولی او دسمال یې ترې جوړ کړی.

د نوموړي د تریخ او ستوغ کرکټر سربېره به بیا هم ده ډیر فلمونه ترلاسه کول او فلم جوړوونکو به ده پسې زور کولو، ځکه چې استعداد یې ځانګړی و.

راج کمار په ۱۹۹۶ کال کې مړ شو. له مرګ څخه مخکې ډاکټر ورته ویلي و له بده مرغه چې کینسر یې. د راج کمار ځواب و:  زما مرګ باید د لوی رنځ له وجې وي، شکر چې له وړوکي رنځ نه مرمه…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب