تاند(چهارشنیبه، د سنبلې ۲۴) د افغانستان د نجونو د فوتبال لوبډله پاکستان ته تللې خو څرګنده نه ده چې د سیالیو لپاره تللې اوکه په کوم هیواد کې د پناه اخیستو په تمه تللې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري نن وویل چې د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم دغه هیواد ته رسېدلی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چودري پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د افغانستان د فوټباله د نجونو لوبډله د تورخم له لارې پاکستان ته ورغلې ده.
ده په دې اړه چې د افغانستان د نجونو د فوټبال څومره لوبغاړي پاکستان ته تللي او هلته څه غواړي، څه نه دي ویلي.
وروسته له دې چې د اګست په ۱۵ طالبان واک ته ورسېدل، یو شمېر سپورتي لوبغاړي، سندرغاړي، د بشري حقونو فعالان، مدني فعالان، خبریالان او سیاستوال جلاوطنه شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د نجونو د فوټبال مشرې توبا سنګر کاناډا ته پناه وړې ده.
توبا سنګر له کاناډا څخه پر نړیوالو ږغ کړی چې د افغانستان د نارینه وو پر کرکټ ټیم بندیز ونه لګوي.
وروسته له دې چې استرالیا وویل چې د افغانستان له لوبډلې سره به ټیستلوبې په دې خاطر لغوه کړي چې افغانستان د نجونو کرکټ منع کړی، داسې اندېښنې پیدا شوې چې ممکن د افغانستان لوبډله له راتلونکي نړیوال شل اوره جامه وایستل شي.
توبا سنګر، چې د طالبانو له واکمنېدو سمدستي وروسته کاناډا ته ولاړه پرون- سې شنبې خبرداری ورکړ چې د افغانستان پر لوبډلې بندیز به، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د کرکټ په ګډون د دې سپورت ریښې وچې کړي.
هغې فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې د افغان لوبډلې تحریمول ښه فکر نه دی او زیاتوي چې افغان ملي لوبډلې د افغانستان مثبت تصویر نړیوالو ته وښوده.
مېرمن سنګر چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د افغانستان په کرکټ بورډ کې د ښځو د کرکټ مشره وه، ویلي چې که افغانستان د نارینه وو، لوبډله ونه لري نو په دې هېواد کې به په ټوله کې د کرکټ لپاره ټولې هیلې له مینځه ولاړې شي.