جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهچارواکي: سبا د کابل هوايي ډګر څخه پروازونه پيلېږي

چارواکي: سبا د کابل هوايي ډګر څخه پروازونه پيلېږي

تاند(پنجشنبه، سنبلې ١١) – د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، د کابل له هوايي ډګر څخه پروازونه سبا جمعه پيلېږي.

الجزیرې تلويزيوني شبکې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د یوه چارواکي له قوله ویلي دي چې له کابله به داخلي پروازونه د جمعې له ورځې پیل شي.

هغه زیاته کړې، چې د نړیوالو پروازونو بیا پیلېدل ښایي لږ وخت ونیسي.

 تر دې مخکې دغې رسنۍ خبر ورکړی و، چې د قطر تخنیکي ټیم هوایي ډګر ته راغلى او د پېښ شويو زيانونو ارزونه کوي او د دې ډګر د بيا فعالولو پر پلان کار کوي.

ياده دې وي چې د تېرې اګست مياشتې په دېرشمه نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو سره دغه هوايي ډګر ته ميليونونه ډالر زيان اوښتى او طالبانو ويلي چې امریکايي ځواکونو يو زيات شمېر نظامي الوتکې او تاسيسات ويجاړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب