سه شنبه, مې 21, 2024
Homeټولنیزقاضي او قاضیان(مینه او واده) / تاج محمد بهار  

قاضي او قاضیان(مینه او واده) / تاج محمد بهار  

  کله چې څوک په یو چا مینېږي نو تقریباً خپلواک وي. مطلقه خپلواکي ورته ځکه نشو ویلی، چې خوښه یې د مور او پلار له سوپر ایګو او د ټولنې له فرهنګ جوړه شوې وي، خو بیا هم تر ډېره یې خپله پرېکړه وي. خو کله چې بیا خبره واده ته راځي نو بیا خوښه بدلېږي.

تاسې به لیدلي وي د ډېرو خلکو د فلمونو نجونې خوښې وي، واده ته به ورسره هیڅ غاړه نه ږدي. بیا به وایی: دا خو ډمه ده. دا خو هر چا لیدلې ده. دا خو نورو سره خبرې کوي… یو بل مثال درکوم، که تاسې پوهنتون ویلی وي او یا پکې یئ؛ نو که ځیر شوي یئ په لومړیو سیمیسترونو کې ډېری هلکان او انجونې یو له بل سره د مینې تر پولو رسېږي، خو د واده پر ځمکه قدم نه ږدي یا یې نشې ایښودلی، فکر مو کړی دی چې ولې؟

  کله چې هلک جنۍ باندې مین وي او جنۍ په هلک باندې، نو ولې یې سره واده ونشي؟

   مونږه دغه ډول په سلهاوو بېلګې لرو. نه یوازې په پوهنتون کې بلکې په نورو ځایونو کې هم. البته مطلب مې دا و چې د مینو واده له یو بل سره په سلو کې لس سلنه هم امکان نلري. نو په همدې لامل اکثره مینې له بل سره په واده کولو له منځه ځي.

  دا ځکه چې مینه کې یو قاضي وي، چې ته پخپله یې؛ بلکې ته ټول هم نه یې، ستا زړه وي، یانې زړه دې قضاوت شي کولی او زړه هغه یاغي او سرخوده قاضي وي، چې هیڅ قانون ته نه ګوري، غایب یې په نظر کې هم نه وي، حتی خپل مخاطب(جانان) هم نه اوري، په تنهایي ځان محکمه چلوي او د خپلې طبې حکم صادروي. لکه لېونی د هیڅ څه په کیسه کې نه وي، چې لمر ته دی او که سیوري ته. خو واده بیا بلها قاضيان لري، چې په هغو بلهاوو قاضیانو کې یوه هم زړه وي.

 د هندي فلمونو اداکارې مادوري باندې به لکونه بلکې میلیونونه کسان مین وي، خو واده ورسره دغه ټول نه کوي، بلکې د دغو لس فیصده هم ورسره واده نه کوي؛ ځکه چې مینه یې خپل واک کې او واده یې تقریباً د نورو واک کې وي. دغه د نه واک حصه په افغاني ټولنه کې او بیا په تېره پښتني ټولنه کې بېښي زیاته ده، چې پښتانه د واده په واک کې تقريباً بې واکه دي. مخکې مو یادونه وکړه چې مینه یو قاضي لري، خو واده ډېر زیات قاضیان لري. د واده په مسله کې ستا مور، پلار، هر ورور، هره خور، نیا، نیکه، وراره، د تره زامن، ملګري، ګاونډيان، کلی کور، ټولنه، اسلام او حتی انسانیت هم واک لري، چې دا ټول ستا خپلواکۍ ته صدمه رسوي. څومره دې چې نور قاضیان زیات او زورور وي، هغومره به ستا خوښه محدوده وي. یو کس به ځکه له مادوري سره واده نه کوي، چې هغه یې د مور نه ده خوښه، د پلار، خور، ټولنې او اسلام نه ده خوښه، خو ستا خوښه ده، خو واده ورسره نشې کولی، ځکه چې ستا د خوښې ځواک ضعیف شوی دی. ټولنه درته وایي، دغسې کارونه چې مادوري یې کوي، په ما کې نشته. اسلام هم درته وایي دغسې فاحشې نجونو ما کې نشته. نو طبیعي ده، یو انسان هغه څه نه خوښوي، چې پر دهٔ د مسلط فرهنګ سره متفاوت وي.

     د انسان ټولنیز ژوند د نورو له مخونو څخه جوړ شوی وي او کوم انسان چې ښکاري دا یې اصلیت نه دی، بلکې دا یې نقاب دی، چې د ټولنې رواجونو ورته جوړ کړی او وراغوستی یې دی؛ خپل اصلي شخصیت یې پټ کړی دی. کله چې مونږ په دوکان کې کلچې وینو نو زړه مو ورته کېږي، خو ولې نه ورمنډه کوو او نه یې خورو، ځکه چې خپل شخصیت پټوو، بلکې دغه غوښتنه مو په جوړ شوي شخصیت کې په غیره مستقیمه لټوو او حلوو یې. مثلاً هغه کلچې چې مو ورته زړه شوی وي، تاسې خپل بدن خواروئ او کار کوئ، پیسې پیدا کوي، پیسو باندې بیا د زړه غوښتنه پوره کوئ؛ چې دا ستا اصلیت نه دی؛ بلکې ستا جوړ شوی اصلیت دی، ستا اصلیت هغه دی، چې ورمنډه کړې او کلچې په مستقیمه توګه وخورې، په داسې حال کې چې د هیڅ قوې په اړه فکر ونکړې. نو په اخره کې ویلی شم چې نفس، ایګو، زړه دا یوه خبر ده او خپلواک قاضي دی. خو واده، دین، ژبه، ټولنه… قاضیان دي، چې په زیاترو برخو کې د زړو په ځمکه ګوزارونه کوي. زیاتره مې ځکه ورته و ویل چې په ځینو مواردو کې قاضي او قاضیان اوږه په اوږه کار کوي.

1 COMMENT

  1. تاج محمدبهار صیب زمونږ یو بااستعداده لیکوال او ادیب دی،څښتن تعالی دې د نورو قامونو لاس هم ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب