Homeخبرونهیو له هغو افغان ماشومانو په پولنډ کې مړ شو چې زهرجنه...

یو له هغو افغان ماشومانو په پولنډ کې مړ شو چې زهرجنه پوڅکۍ یې خوړلې وه

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ماشومانو د روغتون ډاکترانو نن / پنجشنبه/ وویل، یو تن له هغو افغان ماشومانو، چې په وروستیو ورځو کې له کابله له نورو افغانانو سره پولنډ ته رسول شوی و، او زهرجنه پوڅکۍ یې خوړلې وه، مړ شو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس دراپور له مخې، د دغه ماشوم ۶ کلن ورور، چې د ځیګر پیوند یې شوی، تراوسه ژوندی دی خو حال یې نازک دی.

دا دوه وروڼه او یوه خور یې تېره اوونۍ وروسته له دې په روغتون کې بستر شول چې د دوی د کورنۍ غړیو، وارسا ته نژدې د پودکووا لیسنا د سیمې د کډوالو مرکز ته نژدې له ځنګله څخه زهرجنه پوڅکۍ راوړې او خپلو ماشومانو ته یې ورکړې.

ډاکتران وايي چې د مشر ورور (۶ کلن) د ځیګر د پیوند جراحي بریالۍ ښکاري خو د هغه مازغو ته هم زهرو بد زیان اړولی دی او له دې کبله یې حال نازک دی.

د ماشومانو مور و پلار په روغتون کې وو چې د ۵ کلن زوی د مړینې خبر ورکړل شو. اوس هغوی د روغتون د سایکالوژۍ په څانګه کې دي.

په پولنډ کې یو افغان ماشوم ځیګر ته اړتیا لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...