شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکریملین: د افغانستان په اړه د بایډن او پوتین د خبرو پلان...

کریملین: د افغانستان په اړه د بایډن او پوتین د خبرو پلان نه شته

تاند(پنشجنبه، د سنبلې ۱۱) کریملین وايي، تراوسه پورې د افغانستان په اړه د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د امریکايي ساري جو بایډن ترمنځ د خبرو کوم پلان نه شته، خو مسکو او واشنګټن پر دې مسلې دیالوګ ته دوام ورکوي.

د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف نن / پنجشنبه / خبریالانو ته وویل«تر دې دمه کوم پلان نه شته. مسکو او واشنګټن په دې اړه چې د افغانستان انکشافات څرنګه پرمخ روان دي، نظرونه تبادله کوي. خو د اوس لپاره په جګه کچه د تماس کوم پلان نه شته.»

پیسکوف له دې جلا د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو مشرانو روسیې ته ژمنه ورکړې چې د روسیې د دیپلوماتانو امنیت په غاړه اخلي او تراوسه پورې دوی پر خپله دې ژمنه درېدلي دي.

د کریملین ویندوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د افغانستان حالات بدل شي، روسیه په افغانستان کې د خپلو دیپلوماتانو او اتباعو د ساتنې لپاره څه چمتووالی لري، وویل «طالبانو تراوسه پورې چې کومې ژمنې کړي هغه یې عملي کړي دي.»

په همدې حال کې طالبان وايي چې نن په ارګ کې د نوي حکومت پر جوړولو خبرې کېږي.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون غړی احمد الله وثیق رویټرز خبري اژانس ته ویلي په دې غونډه کې به د نوي حکومت په اړه پرېکړه وشي.

وړمه ورځ د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي شیرمحمدعباس ستانکزي بي بي سي ته ویلي و چې په دوو ورځو کې به طالبان نوی ټولشموله حکومت اعلان کړي خو هغه کسان به پکې نه وي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې دولتي چوکۍ لرلې او ښځې به هم په کابینه کې شاملې نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب