شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهقريشي: ښايي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي

قريشي: ښايي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي

تاند(پنجشنبه، سنبلې ١١) – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، ښايي په افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

هغه وویل، د کورنۍ جګړې له پیل سره په افغانستان کې هرڅه ګډوډېږي، نو ځکه خو نړیوالې ټولنې ته پکاره ده چې افغانستان یوازې پرې نه‌ږدي.

د طالبانو اسلامي تحریک تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې د شمال ټلوالې ځينې مشران اوس هم په پاکستان کې دي او له بېلا بېلو پاکستانيو چارواکو سره يې ليده کاته کړي دي.

شاوخوا اتلس ورځې وړاندې د طالبانو د اسلامي تحریک جنګیالي کابل ته راننوتل او له دې سره سم د شمال ټلوالې ځينې مشران لکه احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، محمد محقق، کريم خليلي، لطيف پدرام، يونس قانوني، مير رحمان رحماني د پاکستان په الوتکه کې دغه هېواد ته وتښتېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب