یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهترکیي یو ځل بیا افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

ترکیي یو ځل بیا افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۱) د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک وايي،په قطر کې د ترکیې سفیر د قطر دفتر له غړي شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.

د نوموړي په وینا په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

سرچینه وایي ترکیې یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.

تر دې وړاندې هم د ترکیې ولسمشر ویلي وو، چې له افغانستان سره به یې مرستې او همکارۍ دوام کوي او په خبره یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

طالبانو هم ویلي چې ترکیه به له افغانستان سره همکاري کوي او دا همکاري به د کابل هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره له تخنیکي همکاریو پیلېږي.

په ورته وخت کې جرمني هم ویلي، چې ښايي په افغانستان کې یې سفارت بېرته پرانیزي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، بحثونه روان دي چې په کابل کې په موقته توګه خپل سفارت پرانیزي او په دې توګه د پاتې کسانو د ویستلو لپاره زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب