دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، په پنجشېر کې یې ۱۰ پوستې نیولي

طالبان وايي، په پنجشېر کې یې ۱۰ پوستې نیولي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) د طالبانو پر ضد جنګېدونکي وسله وال تاییدوي چې تېره شپه یې دوه قوماندانان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

طالبان وايي چې د پنجشېر د تېرې شپې په جګړه کې یې له خپلو مخالفانو څخه ۱۰ پوستې نیولي دي.

دواړه خواوې یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.

د طالبانو وسله والو مخالفانو، چې ځان د دوهم مقاومت جبهه بولي، ویلي چې تېره شپه طالبانو د ټوپونو او نورو وسلو په وسیله د دوی پر دفاعي پوستو پراخ بریدونه وکړل خو بریالي نه شول چې پنجشېر درې ته ننوځي.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې د دوی د مخالفانو دوه قوماندانان او ۳۰ نور وسله وال وژل شوي او ۱۰ پوستې یې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د طالبانو مخالفه جبهه د خپلو دوو قوماندانانو وژل کېدا تاییدوي خو دا ردوي چې طالبانو پرمختګ کړی دی.

تر دې وړاندې طالبانو د بغلان د اندراب له لوري د پنجشېر خوا ته پرمختګ وکړ او خاواک کوتل یې ونیوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب