جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد هالنډ او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران له پاکستاني چارواکو سره...

د هالنډ او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان خبرې کوي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) داسې ښکاري چې د اتیایمې او نوي یمې لسیزې په شان اسلام اباد یو وار بیا د افغانستان په اړه د سلامشورو پر مرکز بدلېږي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته تللې چې په کابل کې د پاتې هالنډي اتباعو د وضعیت د تعقیبولو او د افغانستان د حالاتو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان دولتي رسنۍ وايي، مېرمن سیګرید کاګ قطر، ترکیې او پاکستان ته خپل سیمه ییز سفر پیل کړی او ټاکل شوې ده چې د دغو هیوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه وږغېږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له مېرمن کاګ سره په اسلام اباد کې وکتل.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، پاکستان له افغانستانه د هالنډي دیپلوماتانو او د دغه هیواد د نورو ادارو د پرسونل په ایستلو کې له هالنډ سره مرسته کوي.

اغلې کاګ به له پاکستاني مشرانو سره د هغو افغانانو د ایستلو په اړه هم خبرې وکړي چې له هالنډیانو سره یې کار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون د کاناډا له بهرنیو چارووزیر سره هم د افغانستان د حالاتو او له افغانستانه د هغو خلکو د ایستلو په اړه د پاکستان د مرستې په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان کې پاتې دي.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب هم غواړي چې د افغانستان په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب