سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهرویټرز: د پاکستان امنیتي چارواکي د افغان پوځ د منظمولو لپاره کابل...

رویټرز: د پاکستان امنیتي چارواکي د افغان پوځ د منظمولو لپاره کابل ته ځي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي په قول ویلي چې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکي د افغانستان د پوځ د بیاجوړولو لپاره له طالبانو سره د مرستې لپاره کابل ته ځي.

اژانس وايي، د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکي او ممکن د آی ایس آی مشر کابل ته سفر وکړي چې د افغان پوځ د بیا منظم کولو په برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس ته یوه پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې اسلام اباد د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د سختدریځو د بریدونو د زیاتېدو اندېښنه لري.

پاکستان له دې درکه هم اندېښمن دی چې تراوسه پورې طالبانو پراخ بنسټه حکومت نه دی جوړ کړی او ښايي افغانستان په یوه بله خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وروستیو ورځو کې هلې ځلې پیل کړي چې نړیوال له طالبانو سره تعامل وکړي او د طالبان د حکومت په رسمیت پېژندلو سره هغوی نرمدریځۍ ته وهڅوي.

په عین وخت کې دا احتمال شته چې له طالبانو سره د نورو هیوادونو نه همکاري به په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ له ډېرېدو سره مرسته وکړي ځکه چې طالبان د نورو هیوادونو مالي، تخنیکي او سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري خو له بلې خوا د پاکستان زیات نفوذ د افغانانو حساسیتونه پارولی شي.

6 COMMENTS

  1. طاليبه د الله ﷻ لپاره! د پنجاب له ځنځيره نوره خپله غاړه لري کړه. که يې ښځي او اولادونه درنه يرغمل کړي وي له هغو تير سه هيواد مور له مور تيريدل حراميتوب ده. ښځي به نوري هم په نکاح کړې تاته خو د څلورو اورتو اجازه سته. ګوره ګوره ځان خپل ولس ته مه شرموه له اسرائيلو سره دوستي وکړه مګر له بوينه کافره ملحده پنجابي نور لاس واخله.دغه د لستوڼي مار ده ګوره که دا کار ونکړ خلک به د په قبر غول وکړي. له هندوستان سره په ډاګه ددوستي اعلان وکړه. هندوستان زموږ تاريخي ملګری ده او په ټولو رژيمونو کې يې له افغانستان سره مرسته کړې. طاليبه جهنم به د ځای وي که ددغه د الله ﷻ ددښمن ابليس غوښتنو ته غاړه ټيټه کړه. ليږ د خپل وجدان ته سر ټيټ کړه له پنجاب سره په سرحد کې خپل ټول زور وکاروه تورمخی پنجابی دې خاوري ته مه راپريږده.

  2. د کوټی د نانوایانو مشر د کابل د ترافیکو مدیر مقرر شوی، هاخوا بیا د کابل په هوایی ډګر پاکستان مشری کوی او اوس هم ګورو چی آی اس آی راځی زمونږه عسکر منظمه وی معنی دا چی طالبان په نظم نه پوهیږی. بل خوا قریشی په دا څو ورځو ګورو چی د طالبانو خارجه ویندول جوړ شوی. طالبه لعنت دی ستا په دین او مذهب شی، طالبه لعنت ستا پر مرداره ږیره شی د بی غیرت ځویه. په والله کچیری دای دا کار وکړ ستاسو تباهی دا ځلی له پنجشیر څخه شروع کیږی او دا ځلی به په نوم د ملا ښڅه څوک بدون له غولو پرینږدی. نور دی خپله خوښه.

  3. که دا خبره رښتیا شی نو د طالبانو نابودی به د همغه ورځی نه شروع شی، هیڅ افغان د چټلستان پنجابی ناولی قدم په خپله خاوره نه منی، که طالبان دا اشتباه وکړی نو خپلی ابدی نابودۍ سره به مخ شی، نو که طالبان واقعا افغانان وی او د خپل مور وطن سره مینه لری دی کار ته باید راضی نه شی،

  4. دطالب تحریک مشرانو او کشرانو !
    ګوری تر اوسه چه کوم سیاسی دریځونه تاسو په ملی ، منطقوی او نړیوالو سطحو د ملت ، منطقی او نړی غوږونو ته رسولی ، په دغه ملی او اسلامی دریځونو که چیری ثابت قدمه پاته نشی ، نو یقیڼآ خپل اعتماد ، رښتینولی مود خپل ملت ، په وړاندی او د منطقی او نړی د ولسونو په وړاندی بایلوله ، تاسی باید دا واقعیت درک کړی چه ستاسو ضعف او اضمحلال به هم ددغه لحضی نه شروع شی ، او دغه تناقض ستاسو په څرګندونو کښی هغه مخافو حلقاتو ته زمینه برابره کړی ، تر څو ملت ستاسو په خلاف بسیج شی . ولی ؟ د پنجاب د فوجیانو او آی ایس آیمامورینو راتګ کابل ته ددی د پاره چه د افغانستان فوج منظم کړی ، دا کوم منطق دی ؟ له خپل تیر ۲۰ کلن تاریخ نه یی زده کړی ، مسلمان باید د یوه غار نه څو واری ونه چیچل شی ، آیا همدغه د پاکستان ددولت رهبری ، فوج او آی ایس آی نه ؤ چه د امارت خلاف یی د امریکی فوجونو ته لار ورکړه تر څو د امارت په مرکز او د افغانستان په ولایاتو کښید طالب ګروپونو خلاف درندی بمباری شروع کړی ، او د پاکستان دغه بی غیرته ، نامرده ، غیر اسلامی اقدام ددی سبب شو چه اسلامی امارت نسکور او د طالبان مجبور شی چه ایران او پاکستان ته مهاجر شی ! د امارت سفیر یی ونیو ، سلام ضعیف ، امریکاانو ته یی په توهین آمیزه ډول د بین الملل روابطو د اصولو خلاف چه یو سفیر خخپل دیپلوماتیک مصؤنیت لری ، امریکایانو ته وسپاره تر څو هغوی یی په توهین آمیزه توګهد ګواتانامو جیل ته انتقال او زندانی کړی . دخپلو رهبرانو نه یی قیاس کړی ! د باکستان ملکی او فوجی چارواکو ، په خاص طور فوجیانو او آی ایس آی د ملا عمر سره څه وکړل ؟ د ملا منصور سره یی څه وکړل ؟ ملا برادر یی په څومره توهین په زندان کښی شکنجه کاوه ؟ د پاکستان ملکی او نظامی مشر جنرل پرویز غیر مشرف یا جنرل ذلیل ، نه ویل چه مو ته ، پاکستان ته ، د پاکستان حکومت ، فوج او آی ایس آی ته تر اسلام پاکستان مهم دی ، یعنی که اسلام نه وی هم په پاکستان کښی ، مهمه نه ده ، خو چه پاکستان وی . دا د کفر ، شرک ، ارتداد ، الفظ او مفاهیم خو تاسی په خپلو غوږونو د پاکستانی بزدله ، بی غیرته مشرانو نه همیشه اوریدلی . تاسو وګوری د باکستان اتمی دولت ، فوج او استخباراتو په خپل ناموس حتی صرفه ونکړه ، داکتر عافیه صدیقی چه یوه مؤمنه متخصصه پاکستانی ډاکتره وه ، د خپل ایمان او دعوت په جرم چه امریکا تری غوښتله ، امریکایانو ته په لاس ورکړه ، چه اوس هم په امریکه کشی په جیل کښی ده ۸۶ کاله قید پری ختلی ، حال آنکه هیڅوک یی نه وژلی ، او نه یی چاته ضررسولی . تاسو نه لیدل چه د پاکستان حکومتی مربوطه مراجعو د چینایانو سره د پاکستانیانو ښځو د ازدواج تشویق او اجازه ورکړه ، او ددی نه علاوه ډیری ښځی چه د پاکستان په بندیخانو کښی دی ، د یوه پرنامی د لاری په چینایانو پورل کیژی ، تر څو هلته په فاحشه خانو کښی ددوی عفت تر فروش لاندی ادامه ولری ، او ددغه کاروبار چینیایان په خپلو سکیس کلپونو کښی ددغه پاکستاننیو ښځو نه دوامداره کارواخلی ، داسی ویل کیژی چه دغه ښځی اکثره د پاکستان د محکومو ولسونو د منځ نه اختطاف شوی ښځی دی چه په دغه سرنوشت یی اخته کړی دی ، تر څو هیڅ وخت خپلو ولسونو ته ژوندی بیرته ورونګرزی ، او د ملک نه بیرون یی خرڅی کړی . تر حو آی ایس آی به هم دغه د بیغیرتی ناروا پیسی تر لاسه کړی وی ، او هم به د مربوطه قومونو ددشمنی د پاره ثبوت ورک وی ، چه دغه ښځی چیرته وړل شوی . دغه رپورت څه وخت مخکی د یوی خبری اچنسی د لاری چه دداسی یو چا نه یی دغه معلومات را ټول کړی ؤ چه د پاکستان په زندانونو کښی یی ماموریت او وظیفه درلودله ، خو د نوم د نه افشا کیدلو په شرط یی دغه معلومات دغه خبری اجنسی ته ورړی ؤ . زه فکر کوم چه یووخت دغه رپورت د ټاند یا دای نورو خبری سیټونو له لاری لکه پژواک او .. چه زما وس په یاد نه دی پاته نشر شو ؤ .

  5. پنجابی پاکستان تنظیمونه او طالبان ئی غلامان تربیه کړی او دد تربیه شوی د پنجابی پاکستان قیدانانو په شان منافق ، دروغګوی او وحشی قاتلان دی او باداران ئی د لوځکو په شان کار ورڅخه اخیستۍ او اخلی او اوس امریکا او انګلیس خپل غلامان پنجابیان د کابل رهبران کړیدی ، د نجسو پلیتو مزدورو طالبو ږیرو څخه د انسانیت توقع درلودل د ملت سره جفا دی !!!! د پنجشیر غلامه ډله ددوی څخه بدتره دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب