سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهبریتانیا او امریکا وايي، په لنډ وخت کې به د طالبانو حکومت...

بریتانیا او امریکا وايي، په لنډ وخت کې به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وايي، د طالبانو حکومت به تر هغه وخته پورې چې اټکل یې کولی شي، په رسمیت ونه پېژني.

راب په عین حال کې وویل چې بریتانیا به له طالبانو سره په اړیکو کې عملي او عیني شرایط په پام کې ونیسي.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر، چې دوحې ته تللی، وویل، په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو په تړاو له نویو حقایقو سره ځان عیاروي، بریتانیا ته پکار ده چې له دې ډلې سره مستقیم تماس ولري.

خو ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په تعامل کې د دې ډلې دیپلوماتیک رسمیت پېژندنه نه شاملېږي او د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی د وینا او عمل پر اساس کېږي.

طالبانو ویلي چې له نړیوالو سره به ښې اړیکې ساتي، ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي، ښځو او نجونو ته به د کار او زده کړو حقونه ورکوي او په خپل حکومت به به نورو ته ونډه ومني.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر نن سهار /پنجشنبه/ دوحې ته ورسېد چې د قطر له باندنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

ډومنیک راب په یوه خبري غونډه کې وویل «بریتانیا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او موږ ته پکار ده چې د امریکا او بریتانیا د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان له نویو حقایقو سره ځان عیار کړو.»

راب زیاته کړه«موږ به په اټکلېدونکې راتلونکې کې طالبان په رسمیت ونه پېژنو. خو فکر کوم د دیالوړګ او تعامل ځای شته څو د دوی ارادې وازمویو او دا یقیني کړو چې طالبان خپلې ژمنې عملي کوي.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا وختي دی چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکتوریا نولاند ویلي، طالبان باید لومړی د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په معیارونو ځان برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب