سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د چمن – سپین بولدک لاره یې بنده کړې ده

پاکستان وايي، د چمن – سپین بولدک لاره یې بنده کړې ده

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۱۱) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید نن وویل، د چمن – سپین بولدک لاره یې په موقتي ډ‌ول د امنیتي خطرونو په خاطر بنده کړې ده.

ده چې په اسلام اباد کې له رسنیو سره خبرې کولې، دا هم وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د چمن په پوله کې تیارسی شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا د تورخم لاره د معمول په شان پرانیستې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه«ټول ملت د پاکستان پر پوځ او استخباراتو (آی ایس آی)) او پوځي استخباراتو (ایم آی) ویاړي.»

 ده همداراز وویل«هند د افغانستان د وضعیت له کبله مایوسه شوی، د هند د را (RAW) او د افغانستان د ملي امنیت (NDS) ترمنځ محور دړې وړې شو.»

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د شیخ رشید په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ازغن سیم کار بشپړېدو ته نژدې شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې او ثبات د اهمیت یادونه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د وضعیت له کبله په نړۍ کې د پاکستان اهمیت مخ په زیاتېدو دی.

پاکستان تمه لري چې له افغانستانه به اکثره سفارتونه، دیپلوماتان او مرستندویې موسسې پاکستان ته ولېږدي او له هغه ځایه به د افغانستان چارې پر مخ یوسي.

په وروستیو کې یو شمېر امریکایان له افغانستانه پاکستان ته لاړل. همداراز د ګڼو هیوادونو اتباع د کابل د هوايي ډګر له لارې پاکستان ته ولېږدول شول او له هغه ځایه خپلو هیوادونو ته لاړل.

1 COMMENT

  1. د باکستان دحکومت همیشنی سیاسیت د افغانستان د خلکو او حکومت په مقابل کښی د زورولو ، روحآ نا آرامه کولو سیاست دی ، د افغانستان سره هیڅکله هم د اسلامی اخوت د رویی په مسیر کښی آماده نشو چه د افغانستان سره د امنیت ، متقابل احترام په چوکات کښی ژوند وکړی ، موږ خو خکه د پاکستان څخه د اسلامی اخلاقو او همسایه ګی توقع نه لرو ، ځکه چه دوه علته موجوددی : اول دا چه د پاکستان رهبرانو همیشه دا ویلی چه ددوی د پاره اسلام دومره مهم نه دی لکه څنګه چه پاکستان ورته اهمیت لری ، دا چه پاکستان په دغه منطقه کښی څه کړی ، څه کوی ، ټول پوهیژی ، د پاکستان تعریف واضح دی ، هغه هیواد چه د پیسو او نقدی ، مالی کومکونو په مقابل کشی د همسایه ګانو او په خاص طور د افغانستان په خلاف هر خیانت ، او چنایت ته تیار دی . همدغه علت دی چه د پاکستان نظامی او ملکی مشر په خپل وخت ویل چه موږ ته تر اسلام ، پاکستان مهم دی . اوس د پاکستان وزیر داخله چه په ددغسی وخت کښی چه افغانستان د یو ه نوی سیاسی وضعیت په را منځ ته کیدلو سره ، کله تورخم او کله ګلام خان او کله هم د سپین پولدک لار بنده ساتی ، یو علت هم دادی چه د پاکستان حکومت د مهاجرو دراتګ مخه نیسی ، تر څو مهاجر ووینی چه لاره بنده ده ، خپل تصمیم د راتګ ځنډوی ، موږ اورو چه په ډیر تعداد مهاجرین بیرته افغانستان ته راروان دی ، ددوی سره څه نا څه کمه ، زیاته سرمایه هم شته ، دغه سرمایه د مهاجرو د راتګ سره د پاکستان نه وزی ، د پاکستان اقتصاد ته عاجلتآ زیان رسوی ، د بله طرفه دا وخت د میو موسم دی ، پاکستان غواړی زموږ تجار ان چه انګور ، خټکی ، هندوانی ، سبزیجات لکه بادرنګ ، رومی ، پیاز ، هوږه ، کدو ، بامیه پاکستان صادروی ، په دغه بندرونو کښی ځنډوی ، ددوی میوی د خرابی او فرسودګی سره مخامخ کیژی ، پاکستانی سرحدی امنیتی او ملکی کارمندان تری رشوت جمع کوی ، او بیا دغه تجاران مجبور دی چه په نیم قیمت ژر تر ژره پاکستان ته وارد کړی ، تر څو په پاکستان کۍی په داسی نرخ یی خرڅ کړی ، چه دهغی نه په افغانستان کښی هم بهترؤ چه په فروش رسولی وای ، ځکه دغه زراعتی پیداوار که د افغانستان مختلفو لویو ښارونو ، حتی ولسوالیو ته ورسول شی په ښه قیمت خرڅیژی . ددی نه علاوه زموږ تجار باید دغه محصولات د ایران او آسیایی مرکزی خواته صادر کړی ، د ترکیی ، خلیج او شرق میانی هیوادونو ته . د خبرو د مخی افغانی میوی او سبزیجات په ډیر لوړ قیمت په دغه هیوادونو کښی مارکیټ لری ، ځکه په منطقه کشی د افغانستان زراعتی پیداوار او میوه جات ښه غذایی کیفیت لری . باکستان د افانستان په مقابل کشی په دغه ۴۳ کاله کښی ډیری ناوړه خودسری کړی ، چه د یوه مسلمان همسایه د پاره هیڅ داسی برخورد نه ؤ په کار . په هر صورت خپل عمل د لاری مل ! ددی ناکردو او ناخوالو دروند قیمت به په وخت وخت ادا کوی . ځکه رب العالمین سنت دی چه ظالم ته د خپل ظلم په انداز خامخا څه په دی دنیا او څه په آینده دنیا کښی مجازات ورکوی ، د عبرتناکو مجازاتو نه بغیر یی نه پریژدی ، چه دا البته زموږ اسلامی باور دی او هم هغه زمینی واقعیتونه چه اوس په پاکستان او شاوخوا منطه کشی روان دی هم ددی اشاره کوی چه پاکستان د درنو چالشونو سره مخامخ دی . په دی نړی کښی دوه څیزونه دی چه انسان ، یو قوم ، ډله ، نظام ، دولت او هیواد خرابوی هغه : کبر او ظلم دی ! پاکستان متآسفانه د۴۲ کاله د افغانستان سره د همدغه دوه کرکترز په مبنی برخورد درلود ، خودا ټوله د اسلام تر عنوان لاندی چه پاکستان یی ادعا کوله ، خووروسته دا جوته شوه چه نه د پاکستان ددولت چارواکو ته اسلام مهم نه دی ، بلکه د پاکستان د پآره د خارجی ملکونو مالی ، ډآلری کومکونه مهم دی ، او دوی حاضر شول او حاضر دی چه د اسلام د هر نوع دښمن سره د خپل همسایه ګانو ، په خاص طور د افغانستان خلاف معامله وکړی ، دغه ۴۳ کاله خو د پاکستان په همدغهمعاملو کښی تیر شول ، خو ددغه ۴۳ کلونو نه وروسته بیا هم افانستان خپل فاتح او قوی سر را پورته کوی ، او ګورو چه د پاکستان سر سره د ډیرو ډلرو چه د د استعماری زبزځواکونو نه یی تر لاسه کړل ، اوس هم په ډیر سګینه پورونو پوره وړی دی ، او د تروریزم حامی هیوادونوبّ خړ لست کشی قرارلری ، دننه پ پاکستان کښي د محکوم ولسونو مدنی ،او وسل وال حرکتونه د پنجابی مرکزی حکومت خلاف روان دی ، مګر الحمدلله افغانستان ، کوم ملک چه د نورو ملکونو په داخلی چارو کښی هییڅکله لاس نه دی وهلی ، او نه یی وهی ، دادی دسراسری امنیت ، ملی وحدت ، او د پيشرفت او سالم انکشاف د پاره په پوره آمادګی ، موجوده وسیع فرصتونه تر اختیار لاندی روان دی ! هغ افغانستان چه په دغه ۴۳ کاله کښی نژدی او لیری دښمنانو کوښښ وکړ چه تجزیه شی ، خو دا ۵۰۰۰ کلن ملت دی ، دا څه ۷۰ -۸۰کلن هیواد نه دی چه داسی دی په آسانی تجزیه شی ، البته دهغه څو ملکونو چه غوښتل یی چه افغانستان تجزیه کړی ، فکر کوو او سیګنلونه داسی دی چه دوی به روځ په روځ د تجزیی خواته ولغړیژي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب