سه شنبه, مې 21, 2024
Home+کرکټ: له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله بنګله دېش ته لاړه

کرکټ: له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله بنګله دېش ته لاړه

تاند (پنج شنبه، د سنبلې ۱۱) د افغانستان کرکټ له نولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله بنګله دېش ته لاړه.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله په دې سفر کې د بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره ۵ یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
کرکټ بورډ وایي، افغان لوبډلې یادو لوبو ته په پلازمېنه کابل کې شاوخوا درې پړاوه روزنیز کمپونه ترسره کړي دي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي وایي، دا لوبې رسمي بڼه لري او راتلونکي اسیا او نړیوال جامونو لپاره به د لوبغاړو په لا غوره چمتوالي کې مهم رول ولوبوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب