دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهکندهار: د روان کال له پیله تر دې دمه د ۷۶ ملیونه...

کندهار: د روان کال له پیله تر دې دمه د ۷۶ ملیونه ډالرو په ارزښت مېوه بهر صادره شوې

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۲) د روان کال له پیل څخه له کندهار ولایت نه د ۷۶ ملیونه ډالرو په ارزښت ۳۳ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي وایي، که څه هم سږنی لږکال له ستونزو سره مل پیل شو، خو بیا هم له کندهار څخه په زیاته پیمانه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې موده کې د کندهار په هغو ولسوالیو کې سختې جګړې وشوې چې د انګورو، انارو او نورو مېوو د حاصلاتو لوی مرکزونه وو.

په ورته وخت کې د کندهار بڼوال او د مېوې سوداګر وايي، سږکال نامناسبو حالاتو او د لارې بندېدو زیانمن کړل او د څه مودې لپاره د صادراتو لړۍ ټکنۍ وه.

دوی وایي د کندهار مېوې د خوند له مخې ځانګړي دي او د نړۍ ډېر هېوادونه یې غوښتونکي دي، خو ستونزه د لارو د نشتوالي ده چې نه یې د ځمکې له لارې لېږلای شي او نه د هوا له لارې.

د دوی په خبره د هېواد په کچه د تازه او وچې مېوې ۷۰ سلنه صادرات له کندهار او پاتې ۳۰ سلنه یې د هېواد له نورو لایتونو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب