سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمجاهد وايي، له دې ایسته به چین د افغانستان اصلي اقتصادي شریک...

مجاهد وايي، له دې ایسته به چین د افغانستان اصلي اقتصادي شریک وي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) طالبان وايي، د افغانستان د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره به له دې ایسته د دوی اصلي اقتصادي شریک چین وي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ایټالیا ریپوبلیکا ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلی چې چین به له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې وساتي او پیکینګ به د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته د نوي جوړېدونکي حکومت ملاتړ وکړي.

مجاهد ایټالیايي ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د چین له لوري د یو کمربند یو سړک پروژې ته زیات اهمیت ورکوي.

چین مخکې ویلي و چې لېواله دی په دې پروژه کې افغانستان هم شامل کړي.

امریکا، بریتانیا، جرمني او ګڼو نورو لوېدیځو هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړي او دیپلوماتان ایستلي دي. دغو هیوادونو ویلي په هغه صورت کې به په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي چې طالبان د بشري حقونو او ښځو حقونو د رعایتولو په شمول پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

خو چین د نړۍ په هیڅ هیواد کې د اړیکو لپاره دا ډول شرطونه نه دي ایښي او ګومان نه کېږي چې د طالبانو لپاره به هم کوم شرط کښېږدي.

له بلې خوا چین هیڅ هیواد ته وړیا مرسته نه ورکوي. د چین پورونه خورا سخت شرایط لري.

د چین پانګونه هم په نورو هیوادونو کې خلکو ته د کار او روزګار له رامنځته کولو سره چندان مرسته نه کوي. چینایان له ځايي کارګرو او ماهرانو کار نه اخلي بلکې ټول کارونه په خپلو کسانو کوي.

د طالبانو د ویندوی په وینا، چین ویلي چې په کابل کې به یې سفارت پرانیستی وي او د نورو هیوادونو په شان به یې بند نه کړي.

د ښاغلي مجاهد په وینا چین دا ژمنه هم کړې چې افغانستان ته به بشري مرستې زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب