سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان شتمني ازاده نه کړه

امریکا د افغانستان شتمني ازاده نه کړه

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) د امریکا د خزانې وزارت وایي، متحده ایالات په پام کې نه لري چې د افغانستان د ملیارډونو ډالرو په ارزښت شتمني آزاده کړي.

امریکا  د طالبانو له خوا د کابل له نیولو او په افغانستان کې د نامعلوم وضعیت د رامنځته کېدو له کبله د افغانستان د شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالرو په ارزښت شتمني کنګل کړه.

د بشري مرستو موسسو او نورو لورو اندیښنې څرګندې کړې چې که دغه شتمني ژر ازاده نه شي د دې خطرشته چې د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې دغه شتمني د دې لپاره چې پر طالبانو فشار راوړل شي چې د ښځو د حقونو او د قانون د واکمني درناوی وکړي، یوه اساسي وسیله ګڼل کیږي.

د امریکا د خزانې وزارت ویاند رویترز ته ویلي چې پرطالبانو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو یا کمولو یا یې نړیوال مالي سیسټم ته د لاسرسي په اړه پلان نه لري. دغه ویاند دغه راز ویلي چې متحده ایالات په افغانستان کې له هغو لورو سره چې بشري مرستې رسوي، په تماس کې دي او له امنیتي اړخه او د بشري مرستو رسولو وړتیاوو ته په پام به خپل کارته دوام ورکړي.

د مالي چارو متخصصان وايي، دا به څو میاشتې وخت ته اړتیا وي چې د دغو شتمنو په اړه پریکړه وشي.

د امریکا خزانې وزارت روانه اونۍ یوسند صادرکړچې له مخې یې د امریکا حکومت او نورو شریکانو ته اجازه ورکول کیږي چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي. دغه راز یې ویسټرن یونیون بانک ته هم اجازه ورکړه چې د پیسو د انتقال چارې بیرته پیل کړي.

2 COMMENTS

    • غلام حضرت صاحب ډیره مننه، (نه) په عنوان کې له قلمه (ټایپه) لوېدلی و. کور ودان چې ستاسو په مرسته عنوان اصلاح شو.
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب