Homeخبرونهکرکټ: کابل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د خپلواکۍ شل...

کرکټ: کابل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د خپلواکۍ شل اوریز جام ترسره شو

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۲) په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د خپلواکۍ تر نامه لاندې شل اوره سیالي ترسره شوه.

دا سیالي چې نن ترسره شوه پکې د سولې ساتونکو لوبډلې د ۶۲ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سولې ساتونکو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

د سولې ساتونکو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې ترسره کړې.

ناصر جمال ۴۷، جاوید احمدي ۴۱، شرف الدین اشرف ۳۰ او منیر کاکړ ۲۴ منډې ترسره کړې.

د سولې اتلانو لوبډلې په ګټه سمیع الله شینواري ۳، فرید ملک او افتاب عالم هر یو دوه- دوه او شمس الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د سولې اتلانو لوبډلې د لوبې په ۱۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو به سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.

په توپ وهنه کې افسر ځاځي ۲۷، ګلبدین نایب ۲۰، عثمان غني او غمي ځدراڼ هر یو ۱۶- ۱۶ منډې ترسره کړې.

د سولې ساتونکو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حمزه هوتک، شرف الدین اشرف، سید شېرزاد او یوسف ځاځي هر یو دوه- دوه، عبدالرحمن او حشمت شهیدي هر یو یوه- یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...