سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهسي این این: د طالبانو نوی حکومت به د یوې شورا له...

سي این این: د طالبانو نوی حکومت به د یوې شورا له لوري اداره شي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۲) سي این این تلویزیون د طالبانو د سرچینو په قول ویلي چې دوی د حکومت د جوړولو چارې نهايي کړي دي.

د سرچینو پر اساس، نوی حکومت به د یوې شورا له لوري اداره کېږي چې په سلو کې اتیا غړي به یې هغه طالبان وي چې د قطر په دفتر کې یې کار کاوه.

شورا به د طالبانو له مشرانو او د نورو قومونو له استازو جوړه وي، ښځې به پکې برخه نه لري.

سي این این وايي چې شېرمحمدعباس ستانکزی به د دې لپاره چې له نړیوالې ټولنې سره ارتباط ټینګولی شي، د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي.

راپور وايي چې داسې نه ښکاري چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالله عبدالله دې په شورا کې غړیتوب ولري. مخکې اوازه وه چې هغوی ته به د شورا غړیتوب ورکړل شي.

خو ویل کېږي چې ښاغلیو کرزي او عبدالله ته به د سلاکارانو رول ورکړل شي.

نورو ډلو لکه حقاني شبکې ته به په حکومت کې ښايي ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شي. ګلبدین حکمتیار ته به هم په حکومت کې برخه ورکړل شي خو د حکومت په لومړۍ نه بلکې په دوهمه او درېمه کچه.

دا موقت حکومت به تر هغو کار ته دوام ورکړي چې د راتلونکي کال په پسرلي یا دوبي کې نوی اساسي قانون جوړېږي.

د نوي موقت حکومت اعلان به په اوونیو کې نه بلکې په څو ورځو کې وشی.

1 COMMENT

  1. د طالبی شورا لخوا د بهرنیو چارو د وزیر پتوګه د عباس ستانکزی انتخاب یو ځیرکانه ! او هوښیارانه انتخاب دی ځکه:
    که یو بهرنی خبرنګار ( دلته یاهلته ) د عباس څخه د ښځو د لوړو زده کړو د محدودیت او خنډونو په هکله پوښتنی وکړی نو عباس ستانکزی په ډیر جرئت ور ته ویلای سی:
    ” شریکه! زه د بهرنیو چارو وزیر یم او لور او لوڼی می هم په بهر هیوادونو کی په زده کړو بوختی دی او لباس ئی هم زما تر سدرۍ تنګ دی او مناسب حجاب هم نلری نو دافغانستان د ښځو د کارونو او نجونو د زده کړو د خنډونو په اړه باید د نورو طالب چارواکو څخه پوښتنه وسی نه زما څخه ” .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب