سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني امنیتي مسوولانو ته: د کابل امنیت خوندي وساتئ او چپاولګر وځپئ

ولسمشرغني امنیتي مسوولانو ته: د کابل امنیت خوندي وساتئ او چپاولګر وځپئ

تاند ( یکشنبه، د اسد ۲۴) ولسمشر غني د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی امنیت به په پوره ډاډ سره وساتي.

هغه له لوړپوړو امنیتي مسوولانو سره په تیلیفوني خبرو کې دوی ته سپارښتنه وکړه، چې ملي اردو، امنیت ملي او پولیس دې د کابل ښاریانو د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه واخلي.

هغه په ټينګار سره وویل، هر هغه څوک چې د چور او تالان فکر او پلان لري سخت قانوني چلند ورسره ترسره کړئ.

ولسمشرغني سپارښتنه وکړه، چې امنیتي ادارې دې د شکایاتو شمېر ولسونو ته اعلان کړي څو د هغه کسانو مخنیوی وشي، چې د چور تالان پلان لري.

بامیان هم طالبانو ته پرته له مقاومته تسلیم شو

په ورته وخت کې  د کورنيو چارو وزير عبدالستار ميرزکوال هم د کابل ښار د امنیت په تړاو خلکو ته ډاډ ورکوي.

میرزکوال وايي هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې عامه تاسيسات او د خلکو شتمنيو ته زيان ورسوي.

وسله والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې  وسله وال به يې د انتقال د پروسې تر بشپړېدو پورې کابل ښار ته نه ننوځي.

سرچینې ویلي، چې تر هغه وخته به د دې ښار امنیت مقابل لوري (افغان حکومت’ پرغاړه وي.

اعلاميه کې ويل شوي، د افغانستان د ټولو برخو د نيولو وروسته اوس د کابل ښار د نيولو اراده نه لري.

طالبان: د انتقال بهير تر بشپړېدو د کابل ښار د نيولو اراده نه لرو

طالبانو په دې اعلاميه کې په ټينګار سره ویلي چې ټول ملکي او نظامي کارکوونکو ته عمومي بخښنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب