سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهبامیان هم طالبانو ته پرته له مقاومته تسلیم شو

بامیان هم طالبانو ته پرته له مقاومته تسلیم شو

تاند ( یکشنبه، د اسد ۲۴) په بامیان کې خبریالان وایي،چې د دغه ولایت مرکز هم له کومې جګړې پرته د طالبانو لاس ته ولوېده.

دوی نن سهار د یاد ولایت مرکز ته ننوتل او هرڅه یې کنټرول کړل.

بل لورته  د وردګو مرکز میدان ښار له سقوط وروسته د بګرام ولسوالي هم د طالبانو لاسته لویدلې ده.

دوی دغه راز اعلان کړی چې د خوست ښار ته هم داخل شوي او د حکومتي ادارو نیول یې پیل کړي دي.

له دې سره سره وسله والو طالبانو د ولایتونو د نیولو په دوام په تېرو ۲۴ساعتونو کې خوست، میدان وردګ، ننګرهار، لغمان، نورستان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، او دایکندي  ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي چې طالبانو یادې سیمې پرته له جګړې نیولي دي او سرتېرو ورته وسلې اومهمات ټول تسلیم کړي دي.

بل لور ته له ارګ په یوه خبرپآڼه کې ویلي، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون په ارګ کې له سیاسي او جهادي مشرانو سره په ځانګړې مشورتي ناسته کې د باصلاحیته پلاوي پر ټاکل کېدو ټینګار شوی دی.

سرچینه وایي په دې ناسته کې سیاسي او جهادي مشرانو ګډون درلود.

خبرپاڼه زیاتوي پرېکړه وشوه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له اړخه دې یو باصلاحیته پلاوی ژر تر ژره وټاکل شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب