سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، ملابرادر به له موافقې وروسته کابل ته لاړ شي

طالبان وايي، ملابرادر به له موافقې وروسته کابل ته لاړ شي

تاند- طالبان وايي چې د دې ډلې د قطر د دفتر مشر او د تحریک مرستیال ملابرادر به د سولې تر موافقې وروسته کابل ته لاړ شي.

تر دې مخکې نن په کابل او ټولنیزو رسنیو کې اوازې وې چې ګواکي ملابرادر کابل ته رسېدلی چې عبوري ادارې ته د واک لېږد په مراسمو کې ګډون وکړي.

خو څو شېبې مخکې الجزیرې تلویزیون ته د طالبانو په قول وویل چې ملا برادر به د سولې له موافقې وروسته کابل ته لاړ شي.

په همدې حال کې الجزیره وايي چې یونس قانوني، محمد محقق او میر رحمان رحماني اسلام اباد ته ځي چې د پراخ بنسټه حکومت په اړه له پاکستاني چارواکو سر ه خبرې وکړي.

دا هڅې وروسته له دې تېزې شوې چې ولسمشر غني وویل موقتې ادارې ته واک سپاري او طالبانو وویل چې وسله وال به یې کابل ښار ته نه داخلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب