سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان: د تجارانو، صرافانو او بانکونو هرڅه به خوندي وي

طالبان: د تجارانو، صرافانو او بانکونو هرڅه به خوندي وي

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) وسله والو طالبانو په هېواد کې د نویو تحولاتو په راتګ سره بانکونو، تجارت خونو، صرافیو او هټیو ته ډاډ ورکړی، چې هر څه به یې خوندي دي.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، له نویو تحولاتو سره ښايي د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د بانګونو څښتان، ملي تجاران، صرافان او نورو هټيوال د خپلو مالونو د خوندیتوب په اړه اندېښنه  ولري  خو دوی په پوره ژمنتیا سره ټولو ته ډاډ ورکوي چې مالونو او سرمایو ته به  يې هېڅ ډول زیان ونه رسیږي.

سرچینه وایي دوی  به يې د سر او مال د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي او په دې اړه خورا ښه تدابیر نیول شوي دي.

طالبانو دغه راز کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته هم ډاډ ورکړی، چې هېڅ راز اندېښنه دې نه کوي هر څه به په عادي ډول پرمخ روان وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه طالبانو په رسمي توګه اعلان وکړ چې کابل ښار ته په زور نه ننوځي او مقابل لوري سره خبرې روانې دي چې واک په سوله اییزه توګه وسپاري.

طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د کابل په دروازو کې تم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب