سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان: د انتقال بهير تر بشپړېدو د کابل ښار د نيولو اراده...

طالبان: د انتقال بهير تر بشپړېدو د کابل ښار د نيولو اراده نه لرو

 تاند(يکشنبه، اسد٢٤) – د وسله والو طالبانو اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي، وسله يې د انتقال د پروسې تر بشپړېدو پورې کابل ښار ته نه ننوځي او تر هغه وخته به د دې ښار امنیت مقابل لوري(افغان حکومت’ پرغاړه وي.

اعلاميه کې ويل شوي، د افغانستان د ټولو برخو د نيولو وروسته اوس د کابل ښار د نيولو اراده نه لري.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي: “د هیواد پلازمېنه کابل چون خورا ستر او ګڼ میشتی ښار دی، د اسلامي امارت مجاهدین اراده نه لري چې دې ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي، بلکې کابل ښار ته په مسالمت آمیزه توګه د داخلېدو په اړه له مقابل جهت سره خبرې اترې روانې دي، ترڅو د انتقال پروسه په باامنه او اطمیناني توګه تکمیل شي، د هيچا سر، مال او عزت ته په کې زیان ونه رسېږي او د کابل ښاریانو ژوند هم له کومې ستونزې او خطر سره مخ نشي. اسلامي امارت خپلو ټولو ځواکونو ته هدایت کوي چې د کابل په دروازو کې ودریږي، ښارته د ننوتو هڅه ونه کړي. همدا ډول د انتقال د پروسې تر بشپړیدو پورې د کابل ښار امنیت مقابل لوري ته راجع دی چې باید ويې ساتي.”

طالبانو په دې اعلاميه کې په ټينګار سره ویلي چې ټول ملکي او نظامي کارکوونکو ته عمومي بخښنه کوي.

طالبان زياته کړه:” یوځل بیا تکراروو چې اسلامي امارت له هیچا څخه د انتقام اخیستلو په فکرکې نه دی، هغه کسانو چې د کابل په اداره کې په نظامي او ملکي برخو کې دندې درلودې ټولو ته عفوه او امن دی، له هیچا سره هم انتقامي برخورد نه کیږي، ټول دې پخپل هیواد کې، پرخپل ځای او کور کې پاتې شي، او له هیواد څخه د وتلو هڅه دې ونه کړي.”

خو د دې اعلامیې په خپرولو سره سره ویل کېږي چې وسله وال طالبان په پغمان، کلکان، قره باغ او بګراميو ولسوالیو کې لیدل شوي دي.

 طالبانو تراوسه افغانستان اکثره ولايتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

ياده دې وي چې په اکثره ولايتونو کې حکومتي چارواکو په خپله خوښه او بې له مقاومته خپلې سيمې طالبانو ته پرېښي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب