ليکنه، عبدالوحيد وحيد
جګړه کابل ته راورسيده او په ښار کې د ګڼي ګوڼې له امله جنګ لوړ تلفات درلودلاى شي، ګډوډي چور، چپاول، د نظام د نسکوريدو او د سترې فاجعې د رامنځ ته کيدو لامل ګرزيداى شي. داسې فاجعه چې دواړه لوري يې شايد د اټکل فکر ونکړاى شي. د اوسنيو جګړو له امله په لسګونه زره افغانان د کورونو پرېښودو ته اړ شول.اکثریت يې په مساجدو ښونځيو او ړڼه ډګر کې تر شنه اسمان لاندې سره لمر ته پراته دي.
زه د افغانانو ترمنځ د جګړې مخالف يم. دغه جګړه د ارزښتونو نه ده، د وياړ ارزښت نلري، نو که طالبان د مذاکراتو په ناستو کې د سوله ایز پلان له وړاندې کولو پرته نظامي بريا غواړي، د سولې روحيه نفى کوي، ولايتونه يې تقریبا ټول تر ولکې لاندې راوستل او ولسمشر لاهم د فيل په غوږ کې ويده وي، د له لاسه وتليو ولايتونو د بيرته نيولو هوډ لرى، نو بيا خو په دې باور يم چې طالبان په جګړه کې برلاسي دي. اړتیا داده چې حکومتي ځواکونه اقلاً د خپل جوړښت د خوندیتوب په شرط د هيواد له ورانيدو پرته له جګړې څخه لاس واخلي.
اندېښنه دلته ده چې داسې هيڅ نښې نښانې نشته چې طالبان دې د امنیتي ځواکونو د اوسني جوړښت په اهمیت باندې پوه شوي وي او له نړيدو څخه به يې مخنیوى وکړي. که پوهيداى نو د تسليم شويو عسکري قطعاتو کورونو ته د استولو نه، بلکې سمون او بدلون له لارې ساتنې او مديريت ته يې اړتيا وه. د اوسني نظام په ځانګړي توګه د امنیتي ځواکونو انحلال او نسکورېدل به هيواد ته د يوې بلې فاجعې لامل وګرزي.
ولسمشر غني لګيا دى هغه څه کوي چې هيواد، ولس او د نوموړي ته له تباهي پرته بل هيڅ نه راوړي، بلکې د نظام نسکوريدو ته لاره هواروي. اوس داسې ښکاري چې نه هيواد ژغورلاى شي او نه به هم خپل حيثيت او ابرو خوندي کړي.
ارګ او مهمو دولتي پوستونو ته له غربي هېوادونو څخه را غوښتل شوي اشخاص زمونږ د ولس په ځانګړتیاو نه پوهيدل. زمونږ له معنوي اړخونو او کلتوري ځانګړتیاو څخه مطلقاً ناخبره ، په فساد او اخلاقي انحرافاتو سر شو. دغه خلک اوس د خپلو چټلو کړنو د پټولو لپاره دوه لارې لري. يا به لکه د اوس په څير په واک کې پاتې وي او يا هم باید نظام وشړيږي نوبيا يې فساد پټيداى شي.
ولسمشر غني ته يوازې دغه مفسدين د کار خلک ښکاره کيدل. د هغوى په اداري مالي او اخلاقي فساد يې سترګې پټولې. هغوى ته يې غوږ نيوو او له ولس څخه منزوي شوى دى. اوس داسې ښکاري چې دغه چټله ډله په واک کې د پاتې کېدو خيال له ذهنه باسي او په دوهم غوراوي کار کوي چې نظام باید نسکور شي. د طالبانو قيادت هم د نيمګړتياو له امله نشي کولاى چې دغه ډول پيچلې دسيسې درک کړي. ستونځه به دا وي چې نظام به په ارګ کې د فساد مافیایي کړۍ ونړوي خو پړه به يې يقيناً شواهدو او قرائنو پربنسټ په طالبانو باندي اچول کېږي.
ولسمشر غني او طالبانو ته مو مشوره داده چې که غواړئ فساد ختم شي که غواړئ مفسدينو ته د خپلو ناوړه اعمالو سزا ورکړل شي که غواړئ دغه هېواد اباد شي او که مو خوښيږي چې مونږ بيا له صفري نقطې څخه د بنسټونو جوړول پيل نکړو نو د نظام د نسکوريدو مخه ونيسئ، اوس هم وخت شته انعطاف ومنئ او په يوه داسې هوکړه باندې تمرکز وکړئ چې يوازې نظام او بنسټونه خوندي وي. مه پريږدئ د پردې تر شا دښمن لخوا د نظام د نسکوريدو پړه ستاسو په اوږو واچول شي.
ولسمشر بايد د شرائطو حساسیت باندې پوه شي. د وژلو ختمولو بيرته نيولو احساساتي او جزباتي هوډونه پريږدي. د قطر مذاکراتي ټيم له لارې د خپل حيثيت د خوندیتوب په چوکاټ کې مخالف اړخ ته څرګند پيغام ورکړي چې که د نوموړي په استعفا سوله تأميېږي نو دا به نوموړي د وياړ مقام وي چې د هيواد د ابادي او د ملت د سوکالي لپاره خپله دنده د سولې په شرط پرېږدئ.
په هرحال مونږ باید هر وخت له هر ډول وضعیت سره د ځان عادت کولو تيارى ولرو. اندېښنې حتماً لرو خو وارخطايي باید کله هم نه وي. د ژونديو ملتونو په تاریخ کې همداسې لوړې ژورې فاجعې او ناورينونه راځي. په ځانګړې توګه د هغو قومونو په نصیب کى ماتمونه وي چې قيادت يې د ملت له سينې څخه نه وي راوتلى.
ما پخوا هم ليکلي دي چې حکومت د غوړه مالانو په مصنوعي اکسیجن چليږي. ولسمشر غني عيني واقعيتونه نه ويني، د چاپلوسانو په چکچکو محاسبه کوي. امنيتي ځواکونه نه پوهېږي چې د نظام او که د کومې ډلې لپاره جګړه کوي. که يوه ولايت سقوط وکړ، نو د حکومت د پاشلتيا امکانات لوړيږي. په سهامى توګه د ويشل شوي حکومت، په مفروضو، غلطو محاسبو او د ړندو مقلدينو په چکچکو باوري مشر، په پيراشوټي توګه را شغول شويو مفسدينو حکمراني، د خپل ولس او هيواد له لومړيتوبونو ارزښتونو او ځانګړتیاو څخه ناخبره چارواکو اندونه خو دغه ډول نيمګړتياوې لري.
زمونږ په مشرتابه کې د واک د جنون ماده له ولس او هيواد سره د مينې د عنصر په پرتله خورا زيات پياوړى دى، نو په اوسنيو مشرانو کې د سولې لپاره نه اراده او نه هم وړتیا شتون لري. که بهرنى فشار وي، نو سولې ته په رسېدو کې هيڅ ستونځه نه وينم. که فشار نه وي نو مونږ به متأسفانه له يوې جګړې بلې ته، له يوې فاجعې بلې ته او له يوه ناورين بل ته لاړ شو او د افغانستان ځمکنى بشپړتيا او ملي يووالى به مو په يقيني توګه له ګواښونو سره مخ وي.
په ډراماتيکه توګه د ولايتونو د سقوط چټکه لړئ د کابل تر دروازو راورسيده. اوس نو د حکومت لپاره د فکر او غور ځاى دى چې ملي ګټې په جګړه کې نه، بلکې مخالف اړخ ته د ډير امتیاز په ورکولو او يوازي د افغانستان د اهمو ګټو په نظر کې نیولو سره خوندي کيږي.
طالبان شديدا نړيوال ملاتړ، په ځانګړي ډول د غرب مالي مرستو ته اړتیا لري. د خپل وران ويجاړ هيواد رغولو ته اړتیا لري. اوس هم وخت شته چې د هيواد ستونځه د سياست په چوکاټ حل کړي. نظامي برياوې يې ترلاسه کړې دي او د مذاکراتو ميز ته ډير پواينټونه لري چې د خبرو په مهال له مخالف اړخ څخه ورباندي امتیاز واخلي. مګر شک نشته چې که د توپک په شپيلۍ لکه د ولایتونو غوندې د کابل په نيولو بريالي هم شي، جګړه نه ختمېږي او حکومت به يې نيمګړى وى.
په زغرده د طالبانو قرباني مقاومت او سرښندنو باندې اعتراف کوم خو سبارښتنه هم لرم. هغه دا چې د فتوحاتو ترانې هيڅ ګټه نه لري. پردى هيواد نه بلکې خپله خاوره مو له ورور د مټو په زور ونيوه. هغه ورور چې تاسو يې شړلي وئ. پخوا هم دلته ډير فاتحين راغلل، تير شول او هير شول. د فاتح لښکر نه بلکې د خادم لښکر لقب خپل کړئ. اوس د جنګي عسکر په توګه نه بلکې د ښه مديريت له وړتیاوو سره د خلکو په منځکې راڅرګند شئ.
خلکو ته يوازې د اعلاميو خپرول او ډاډ ورکول ګټه نه لري. طالبان باید د عمل په ډګر کې ثابته کړې چې د افغانانو د چارديوالي عزت خوندي دى، د ښځو په شمول د ټولو افغانانو شرعي حقوق تأمین دى، د انتقام تګلاره نه تعقيبېږي. چور لوټ او تالان نه کيږي د دولتي املاکو ساتنه کيږي او د بيان د ازادي حق خوندي دى. اوس د معلوماتي تکنالوژي دور ده. خلک باید ستاسو په وړتیاو اعتراف وکړي.
په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان