سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان: د نجونو او هلکانو تحصیلي چارې دې د پخوا په څېر...

طالبان: د نجونو او هلکانو تحصیلي چارې دې د پخوا په څېر جریان ومومي

تاند (یکشنبه د اسد ۲۴مه) طالبان وايي، په هېواد کې د لوړو زده کړو په ټولو خصوصي او دولتي مرکزونو کې د نجونو او هلکانو تحصیلي چارې په عادي ډول دوام لري.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوړو زده کړو اړوند په ټولو مسؤلینو، استادانو او محصلینو غږ کړی چې د روان جګړه ییز او بحراني وضعیت په هکله دې اندېښنه نه کوي او همدارنګه دې د کوم منفي بدلون احساس هم نه لري.

په اعلامیه کې راغلي چې له کومې وقفې پرته به د نجونو او هلکانو په دواړو څانګو کې تحصیلي چارې لکه د پخوا په څېر له هر ډول خنډ او ځنډ پرته جریان مومي او ټول اړوند مسؤلین دې له کوم غفلت او نیمګړتیا پرته خپلې ور سپارل شوې دندې ترسره کړي.

طالبان زیاتوي، «موږ په پوره مسوولیت او امانتدارۍ سره ډاډ درکوو چې ستاسو د سر او مال حفاظت به زموږ یواځېنۍ دنده وي. البته د یادونې وړ ده چې د هېواد په لر و بر کې د جګړې شدت ښايي تحصیلي بهیر د یو څه لنډ وخت لپاره وځنډوي.»

د معلوماتو پر اساس طالبانو تر اوسه له ۲۵ زیات ولایتونه نیولي او د لا پرمختګ خبر یې ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب