Homeخبرونهطالبانو دایکندي او میدان وردګ ولایتونه هم ونیول

طالبانو دایکندي او میدان وردګ ولایتونه هم ونیول

تاند (یکشنبه د اسد ۲۴مه) په دایکندي کې امنیتي سرچینې وايي چې نن سهار دغه ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد.

د دایکندي د ولایتي شورا وکیل غیرت علي جوهري ویلي چې د دې ولایت امنیه قومندانۍ او د ولایت مقام تېره شپه له کومې وسله والې نښتې پرته تخلیه او نن سهار طالبان ښار ته ننوتل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپل ټویټر لیکلي چې دایکندي ولایت په بشپړه توګه د دوی لاسته لوېدلی دی.

د غیرت علي جوهري په خبره چې د دایکندي زندان ټول ۱۸۰ بندیان هم په تېښته بریالي شوي دي.

د هغه په خبره چې اوسمهال سیمه ییزو مسؤلینو په دغه ولایت کې څو ولسوالۍ پریښې خو طالبان لا هلته نه دي رسېدلي.

همدارنګه طالبان وايي چې د میدن وردګ ولایت مرکز میدان ښار یې هم نیولی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دغه ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، مرکزي محبس او ټول دولتي تأسیسات په بشپړه توګه د دوی په کنټرول کې دي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې د بامیان ولایت مقام او د امنیه قومندانۍ ودانۍ د طالبانو او امنيتي ځواکونو په نشتون کې د ولسي خلکو له خوا چور شوي دي.

دغه راز په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چور خبر هم ورکړل شوی دی. د سرچینو په خبره چې ولسي خلک ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته د ننه شوي او چور یې ګډ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...