چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهبایدڼ طالبانو ته خبرداری ورکړ

بایدڼ طالبانو ته خبرداری ورکړ

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۴) د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، په افغانستان کې د امریکایانو پر ضد د طالبانو هر ډول اقدام به د متحدو ایالتونو له فوري او قوي غبرګون سره مخامخ شي.

بایډن په یوه اعلامیه کې، چې پرون / شنبه خپره شوه، ویلي چې واشنګټن په دوحه کې د طالبانو استازو ته په زغرده ویلي چې د طالبانو هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو کارکوونکي یا دیپلوماتان له خطر سره مخامخ کړي، د امریکا له چټک او کلک پوځي ځواب سره مخامخېږي.

ده همداراز ویلي چې افغانستان ته یې د ۵ زره امریکايي پوځیانو استول تصویب کړي چې له دې هیواده د امریکايانو او همداراز د هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې له امریکايي پوځیانو یا د امریکا له حکومت سره یې په تېرو دوو لسیزو کې همکاري کړې ده.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې د خپل هیواد وسله والو ځواکونو او استخباراتو ته یې امر کړی چې له افغانستانه په راتلونکې کې د هر ډول تروریزم د ګواښ د مخنیوي لپاره لازمه تیاري ولري.

ولسمشر بایډن همداراز ویلي چې د خپل هیواد د باندنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې چې د افغانستان د ولسمشر او نورو افغان مشرانو، چې د وینې بهېدا د مخنیوي لپاره د سیاسي تفاهم په لټه کې دي، ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خبرې کړي دي.

ده لیکلي چې له ولسمشر غني سره یې د افغانستان د اوسني وضعیت او د جګړې د کمېدو لپاره د چټکو دیپلوماتیکو او سیاسي هڅو په اړه خبرې کړي دي.

1 COMMENT

  1. why all country are quite.
    AFGHANISTAN WILL CHANGE TO FACTORY OF TERRORISM
    THIS IS NOT TALIBS BUT THIS IS PUNJAAB.
    NOW WILL OPIUM AND MARWANAH GROW MORE FROM EVER.
    I AM SORRY FOR MY AFGHANS BROTHERS&SISTERS,
    IN THE WORLD PEOPLES ENJOY THEIR LIFE,BUT AFGHANS ARE IN POVERTY/KILLING EACH OTHER.
    OOP

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب