چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهجلال اباد ښار هم له جګړې پرته طالبانو ونيوه

جلال اباد ښار هم له جګړې پرته طالبانو ونيوه

تاتد(يکشنبه، اسد٢٤) – ځايي خبریالان او عام خلک وايي، وسله وال طالبان جلال اباد ښار ته دننه او له جګړې پرته ترې امنیتي ځواکونه ووتل.

د راپورونو پر اساس په تېرو دوو اونيو کې کې وسله والو طالبانو وکولاى شول چې له کابل، نورستان، پنجشیر، کاپيسا، خوست، پروان او ميدان وردګو ولايتونو پرته نور ټول ولايتونه تر خپل ولکې لاندې راولي.

راپورونه وايي چې طالبان د ننګرهار ولایت مقام ته ننوتلي دي.

‏‎د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، طالبان د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته هم ننوتل او په وينا يې د ښار ګنې سیمې تصفیه شوې او دوی د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ په لور د پرمختګ په حال کې دي.

تېره په ختيځ کې د لغمان او کونړ ولايتونه هم د طالبانو له لوري تر ولکې لاندې راغلل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان لپاره د امريکايي ځواکونو شمېر ۵۰۰۰ تنو ته لوړ کړ.

جوبايډن طالبانو ته خبرداری ورکړ که چېرته د امریکا ګټې د دې ډلې لخوا په نښه شي، د “چټک او غښتلي” نظامي غبرګون سره به مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب