سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو مزارشريف ښار ونيوه : عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور ازبکستان ته...

طالبانو مزارشريف ښار ونيوه : عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور ازبکستان ته واوښتل

تاند( شنبه د اسد ۲۳مه) طالبانو د افغانستان په شمال کې تر ټولو مهم ښار مزارشریف ونیوه.

طالبان د ولایتونو د مرکزو د نیولو په لړ کې د شنبې ورځې په ماښام مزار شریف ښار ته ننوتل او دغه ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.

سرچینې وایي چې،عبدالرشید دوستم او عطامحد نورچې د هېواد په شمال کې یې د طالبانو پر وړاندې د جګړې مشري کوله، د طالبانو له لوري د مزارشریف ښار تر نیولو وروسته د حیرتان له لوري ازبکستان ته واوښتل.

بلخوا عطامحمد نور د شنبې شپې ناوخته پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یوې دسیسې پربنسټ ټول حکومتي امکانات طالبانو ته تسلیم شول.

نوموړی وايي چې غوښتل یې دی او عبدالرشیم دوستم هم په لومه کې واچوي خو بریالي نه شول.عطامحمد نور لیکي چې اوس له عبدالرشید دوستم؛د بلخ له والي؛ وکیلانو د بلخ د ولایتي شورا له رییس او نور چارواکو سره په یوه خوندي ځای کې دی.

خو نه یې دي ویلي، چې چېرته دی او دسیسه چا ورته جوړه کړې وه.

د مزارشریف اوسېدونکي وایي، چې دمګري په مزارشریف ښار کې جګړه نشته او د امنیه قوماندانۍ؛ او د ولایت د مقام په ګډون ټولې دولتي ادارې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی عباس ابراهیم زاده وايي چې لومړی د ملي اردو ځواکونه طالبانو ته تسلیم شول چې دغه کار د دوستم او عطامحمد نور د زرګونه وسله والو د مرال له لاسه ورکولو لامل شو.

طالبانو تر اوسه د افغانستان له څلور دېرشو ولایتونو نه یوویشت ولایتونه نیولي دي.

مزارشریف په داسې حال کې د طالبانو له لوري نیول کیږي،چې پرون عبدالرشیم دوستم او عطامحمد نور پکې د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د بشپړ تیاري خبره وکړه او ویې ویل چې دواړه د طالبانو پر وړاندې د جګړې تجربه لري او تر څو چې ژوندي وي له مزارشریف ښار نه به دفاع کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب