دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبریتانيا په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت بیا پېلېدو ته...

بریتانيا په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت بیا پېلېدو ته اندېښمنه ده

تاند (د اسد ۲۳مه) بریتانيا په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت بیا پېلېدو ته اندېښمنه ده.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس وایي چې القاعده به یوځل بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي او د ټولې نړۍ هېوادونه به له ګواښ سره مخ کړي.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس زیاتوي چې القاعده به د خپل حضوراو نفوذ د پراختیا لپاره د افغانسان له څو سیمو ګټه واخلي او په دغه هېواد کې به یوځل بیا نړیوال ترهګریز فعالیتونه پېل شي.

د بریتانیا دفاع وزیروایي چې ناکام هېوادونه د ټولې نړۍ هېوادونو ته سرخوږی جوړوي او القاعده شبکه د افغانستان په څېرهېواد نه د ګټې اخېستو په هڅه کې ده.

د بریتانا د دفاع وزیر په وینا، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ډیرې سټراټېژېکې ستونزې رامنځته کړې دي او په نړۍواله کچه یې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره لاره اواره کړې ده.

نوموړی د امریکا او طالبانو ترمنځ پر لاسلیک شوې هوکړې هم سخته نیوکه کوي او وایي چې طالبان دغې موافقې ته ژمن نه دی پاتې شوي.

نوموړی وایي:”زه فکر کوم هغه معامله چې په دوحه کې وشوه، یوه فاسده معامله وه، ځکه هلته په څرګنده توګه اشاره شوې وه؛چې طالبان به د جګړې له لارې نه بریالي کیږي. خو اوس د بریالي کېدو په حال کې دي او دا کار د افغان حکومت د کمزوري کېدو لامل شوی دی او اوسمهال موږ په داسې حالت کې یو چې طالبان په څرګنده توګه په سیاسي برخه کې د کار پرځای په ټول افغانسان کې د خپلو نظامي فعالیتونو د پراخولو په حال کې دي.”

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د القاعدې د حضور په تړاو په نړېواله کچه اندېښنې زیاتې شوې دي، خو طالبان وایي چې دغه ډله به اجازه ورنه کړي،چې بهرنۍ ترهګرۍ ډلې پر نورو هېوادونو له افغانستانه برید وکړي.

بل خوا افغان حکومت په ځلونو ویلي چې طالبان  لاهم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب