شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهقطر له طالبانو په کلکه وغوښتل چې اوربند وکړي

قطر له طالبانو په کلکه وغوښتل چې اوربند وکړي

تاند(شنبه، د اسد ۲۳) د قطر حکومت نن / یکشنبه له افغان طالبانو په کلکه وغوښتل چې اوربند وکړي او د جګړې له پراختیا ډډه وکړي.

قطر، چې له کلونو راهیسې د طالبانو کوربه دی، د لومړي ځل لپاره له دې ډلې په ښکاره د اوربند غوښتنه کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي«د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته وویلي چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ومني څو یوې داسې هراړخیزې موافقې ته لار هواره کړي چې د افغانستان د خلکو او دولت سوکاله راتلونکې تضمین کړي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني دا غوښتنه د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې وکړه.

په همدې حال کې راپورونه ترلاسه شوي چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د نوي حکومت د جوړښت په اړه د خبرو لپاره ډير ژر یو باصلاحیته پلاوی دوحې ته لېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب