شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+هندوستان چا مات، او پاکستان چا جوړ کړ

هندوستان چا مات، او پاکستان چا جوړ کړ

ليکوال: ح حقوېش

کله چي جرمني د هټلر په مټ اروپا راپه مخه کړه، واړه واړه هېوادونو يې له ستوني تېرول او جغرافيې ته يې تغير ورکاوه، دا په ګاونډ کي پراته انګلستان ته چي لمر يې په سلطنت کي نه ډوبې ده، د منلو نه وو او په خپل سلطنت يې ورنه ويره وه، نو په وړاندي يې د 1939ز کال د سپټمبر په درېيمه هغه مهال د جنګ اعلان وکړ(1) کله چي په هندوستان کي کانګرس ګوند سرخوږى ورته جوړ کړى وو، د 1937ز کال په انتخاباتو کي کانګرس په هندوستان کي له 11 صوبو څخه په 8 کي انتخابات ګټلي وو خپل وزيران يې هلته ټاکلي وو، او له انګلستان څخه يې د ازادي اخيستلو تحريک ته هم زور ورکړى وو، انګلستان په دوه کي حيران وو چي دواړه ستونزي څه ډول حل کړي، نو د کانګرس د کمزوري کولو لپاره يې مسلم ليګ ته چي په انتخاباتو کي يې د يوې صوبې انتخابات هم نه وو ګټلي ترجعې ورکړه، ترڅو مسلمان او هندو سره لاس او ګرېوان کړي، که څه هم نور ډير مسلمان مبارزين وو خو دوى جناح انتخاب کړ، او په نورو مسلمانو يې فشار وروړ که له انګليسانو همکاري غواړي نو بايد په مسلم ليګ کي ورګډ شي، او دا کار د اسلام په خاطر نه بلکې د کانګرس د ماتولو په خاطر وو ځکه دوى خاکسار تحريک او د سنده د وزيراعلى الله بخش سومرو چي په ډيلي کي يې د مسلمانو په نمايندګي لويه غونډه جوړه کړې وه د منظور وړ نه وه، که څه هم سومرو د صوبې وزيراعلى او په دې حيثيت د وايسراى هند د ډيفنس کونسل ممبر هم وو(2).
انګلستان په خپله او د مسلم ليګ په مټ کانګرس ته ډيري ستونزې جوړې کړې، مسلم ليګ د انګلستان په هره هغه لار تګ کاوه چي کانګرس ته به تاوان رسېده، ځکه داده انګليسانو غوښتنه وه.

کله چي کانګرس په 1940ز کال د هندوستان د 8 صوبو د کانګرسي وزارتونو استعفاګانې ورکړې، نو په ځاى يې د 93 دفعه لاندې ګورنر راج ولګېده، چي جناح له وايسراى څخه غوښتنه وکړه چي په دې صوبو کي دې سياسي او غيرسرکاري ايډوايزران (سلاکارن) مطلب د مسلم ليګ سلاکارن دې ولګول شي(3).

کله چي د 1942ز کال د اګست په مياشت کي د (ال انډيا کانګرس کميټي)(AICC) غونډه په بمبۍ کي وشوه، هغوى په انګليس ږغ وکړ چيQuit India (هندوستان پرېږده)، له دې سره انګليسانو په هغوى پسې راواخسته، د کانګرس د ورکنګ کميټۍ ټول مشران يې ونيول، سرکار په پوره زور ددې قامي حرکت د ځپلو هڅه وکړه، تردې چي په کليو او جلوسونو باندې د الوتکو نه بمبار هم وشو، مرمۍ وچلېدې، بندخونې ډکې شوې(4). له دې سره د کانګرس مشران ټول بندخونو ته يوړل شول، ميدان انګليس ته پاتې شو، هغوى جناح لمساوه او جناح ددوى په لمسون مسلمان لمسول چي اکثريت موږ اکليت ته حق نه راکوي. خو ګاندهي هيڅ داسې پلان نه درلود چي مسلمانو يا اکليت قومونو ته به حق نه ورکوي، هغه يوازي له انګلستانه ازادي غوښته، چي په دې لاره کي انګليس او جناح په ګډه خنډونه جوړول. ګاندهي د 1942ز کال په فبروري کي له بندخونې د انګليس حکومت ته په يوه خط کي مشوره ورکړه، چي کانګرس په دې هيڅ اعتراض نلري، حکومت برطانيه دې واک جناح ته احواله کړي(5)، خو جناح او لياقت علي خان د انګلستان د خوشحالولو لپاره له ګاندهي سره دا هم ونه منل(6)، که څه هم په واک کي ددوى او د يو موټي هندوستان ګټه وه، خو انګليس ددوى يوځاى کېدل نه غوښتل. چي ددوى يوځاى کېدل د انګليس د ماتې لوى سبب وو.

بيا ګاندهي د 1943ز کال په اپرېل کي جناح ته يو خط ولېږه، هغه خط انګليسانو پرې نښود چي جناح يې وګوري، جناح د خط په بندولو په قهر وو، خو وايسراى د 1943ز کال د فبروري په دويمه نېټه ليکي: په دې دوران کي جناح د ګاندي په خط باندې پخپل مطبوعاتي بيان کي ځان داسې ښيي، چي تر هغه وخته له ګاندهي سره هيڅ رابطه نشي کېدى، چي ترڅو ګاندهي د تېر اګست پاليسي پرې نه ږدي، د ګاندهي د اګست د مياشتي غوښتنه دا وه چي انګليسان دې هندوستان ازاد کړي(7).

ګاندهي جناح ته د خبرو دعوت ورکوي: چي نړيوال جنګ پيل دى، هېواد کي اړ دوړ دى، جرمني او جاپان نړۍ راپه مخه کړې ده، چي موږ هم سره کښېنو او د خپل راتلونكي په هکله شريک سوچ وکړو. خو جناح دعوت په دې شرط مني، چي اول دې ګاندهي د Quit India (هندوستان پرېږدئ) د تحريک د واپس کېدو اعلان وکړي، مانا ګاندهي دې د ازادي غوښتنه نه کوي(8)، کله چي د 1947ز کال د فبروري په 4مه د لارډوېول په ځاى لارډ ماونټ بېټن د هندوستان وائسراى مقرر شو(9)، ماونټ بېټن ډيلي ته له رسېدو سره سم د سياسي مشرانو سره خبرواترو ته ورلاندې وتو، اولنى ملاقات يې د ګاندهي سره وکړو، ګاندهي ورته وويل چي د ګانګرس په هكله د جناح يوه بدګماني وه، ددغې بدګمانۍ د ليرې کولو دپاره زما يو تجويز دى او هغه دا چي دا موجوده عبوري حکومت مات کړه او د نوي حكومت جوړولو اختيار جناح له ورکړه، هغه چي څوک مناسب ګڼي خپل وزارت کښې دې واخلي، موږ صرف نړۍ ته دا ښودل غواړو چي هندو او مسلمان په خپل کور کښې فيصله وکړه او د خپل تعاون او ملګرتيا په خاطر په شريكه اوسېدو ته تيار دي.

له دې وروسته چي ماونټ بېټن جناح وليده او د ګاندهي دا تجويز يې ورته بيان کړو نو جناح وويل چي د هندوستان دا مرض اوس دومره زيات شوى دى چي ددې بې د اپرېشنه بل هيڅ علاج نشته(10). نو د هغو دپاره چي وايي پاکستان انګريزان مات کړل او يا يې له انګريزانو خپلواکي واخيستله، دا هرڅه دروغ دي او د خلکو په سترګو کي خاوري ښندل دي. متحد هندوستان چي پاکستان يې هم برخه وه انګريزان نه دې مات کړي، بلکې انګريزانو متحد هندوستان مات کړ، دوه ټوټې هندوستان او پاکستان يې رامنځته کړل، او دا ټول کار يې د اسلام په نوم د مسلم ليګ په مټ وکړ.

اخذليکونه:

(1) رښتيا رښتيا دي، ليکوال خان عبدالولي خان، 40مخ
(2) همدا کتاب 80مخ
(3) همدا کتاب 73مخ
(4) همدا کتاب 93مخ
(5) همدا کتاب 100مخ
(6) همدا کتاب 101مخ
(7) همدا کتاب 109مخ
(8)همدا کتاب 110مخ
(9) همدا کتاب 197مخ
(10) همدا کتاب 209مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب