تاند (شنبه د اسد ۲۳مه) په شمال زون کې د طالبانو پر ضد د جګړې قوماندان جنرال عطا محمد نور وايي چې پر مزارشریف ښار یې د طالبانو حمله دفع کړې.
ښاغلي نور نن شنبه رسنیو ته ووېل چې طالبانو په بلخ ولایت کې تحرک درول او د مزارشریف پر غربي دروازه یې ډله ییزه حمله کړې وه خو په وینا یې چې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په همغږۍ دفاعي حمله کې یې طالبان په شا وتمبول او ورته ډېر شمېر تلفات اوښتي.
طالبانو هم ادعا کړې چې له څلورو لوریو یې پر مزارشریف ښار باندې ډله ییزه حمله کړې.
خو په شمال کې د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د ګډ کمیسیون قوماندان جنرال عطا محمد نور وايي چې اوس مهال مزارشریف د امنیتي بلقوه ګواښ سره مخامخ نه دی.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل بیا ویلي چې په نهر شاهي، دهدادي او بلخ ولسوالیو کې یې د هوايي حملو په نتیجه کې طالبانو ته درانه تلفات اړولي.
د ملي دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن له غرمې مخکې هوايي ځواکونو د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ اړوند “بابه کهنه” سیمه کې پر طالبانو حمله کړې چې په نتیجه کې یې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دې برید کې د طالبانو ۴۰ موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
د یادونې ده چې عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم پرون په یوه خبري کانفرانس کې له مزارشریف ښار څخه د دفاع ژمنې تکرار کړې.
ښاغلي نور وویل، ولسمشر غني ورسره منلې ده چې هلته د ولسي پاڅون د ځواکونو د ملاتړ لپاره به تجهیزات په لاس ورکړي.
عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم ژمنه وکړه چې له بلخ نه به دفاع وکړي