Homeخبرونهولسمشر غني: د بې ځایه شویو کورنیو لپاره دې هر ډول امکانات...

ولسمشر غني: د بې ځایه شویو کورنیو لپاره دې هر ډول امکانات برابر کړل شي

تاند (شنبه د اسد ۲۳مه) ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د بېځایه شویو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره دې کمپ جوړ او د جومات، برېښنا او نورو اسانتیاوو په ګډون دې ټول امکانات ورته برابر شي.

ښاغلي غني نن په ارګ کې د وروستیو پیښو له امله د بیځایه شویو کورنیو سره د مرستې په تړاو غونډه را بللې وه. په غونډه کې کابل ښاروالۍ ته امر شوی چې په بیړه د ملي دسترخوان پروژه تازه بې ځایه شویو ته تطبیق کړي. همدارنګه هغه ویلي چې لس زره کسانو ته دې کاري برنامه ترتیب شي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ژمنه کړې چې دی به له خپلې شخصي پانګې هم څلویښت میلیونه افغانۍ له بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي، په افغانستان کې د جګړو د زیاتېدو له امله د جولای د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۳مې پورې ۱۳۵۰۰ کورنۍ کابل ته کډوالې شوي دي.

اوچا نن شنبه/ د اسد۲۳مه/ په یوه بیان کې ویلي چې یادې کورنۍ تر ډېره د افغانستان له شمال، جنوب لویدیځ او جنوب ختیځو ولایتونو څخه را کډوالې شوې دي.

د بیان له مخې، یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ په کرایې کورنو او ځینې له خپلو دوستانو سره اوسي او یو زیات شمیر نورو د کابل ښار په ځینو نورو سیمې کې اړولي دي.

د اوچا د معلوماتو په اساس څه باندې ۲۰ خیره بنسټونو کابل ته د راکډوالو شوو کورنیو سروې پيل کړې ده او هڅه کوي چې بېځایه شویو کورنیو ته د اوسېدو ځای، خوراکي توکي، درمل، د څښاک پاکې اوبه او ځینې نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه اداره وايي، یادو خیریه بنسټونو په تیرو ۱۳ ورځو کې له ۶۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو، روغتیا او په ځینو نورو برخو کې لازمې مرستې کړي دي.

په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره ګڼ شمېر کورنۍ د خپل سر د خوندیتوب لپاره کابل ته راغلي دي.

د افغان چارواکو په وینا په تیرو څه باندې دوو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو له امله څه باندې ۶۰زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...