یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د روان حالت په هکله په لوړه کچه خبرې روانې...

ولسمشر غني: د روان حالت په هکله په لوړه کچه خبرې روانې دي

تاند (شنبه د اسد ۲۳) ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د هیواد د سیاسي مشرانو او نړیوالې ټولنې سره د روان سیاسي حالت په هکله په لوړه کچه خبرې روانې دي او ژر به یې نتیجه اعلان کړل شي.

ښاغلي غني په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې نوموړی د ټول هېواد له وضعیت خبر دی، نو د ملکي وګړو او دغه راز د نورو افغانانو د وینې بهېدنې مخنیوي لپاره یې هڅې په ټول شدت سره روانې دي خو دا چې د راتلونکې په هکله به یې پرېکړه څه وي، له سیاسیونو او نړیوالې ټولنې سره تر مشورو وروسته به جوته شي.

نوموړي زیاته کړه، «په همدې خاطر مو په داخل دولت، سیاسي مشرانو او رهبرانو، د افغانستان خلکو د بېلابېلو اقشارو له استازو او خپلو نړیوالو همکارانو سره پراخې مشورې پيل کړي دي.په دې برخه کې مشورې په چټکۍ سره روانې دي او پایلې به یې ډېر ژر له تاسو هیوادولو سره شریکې شي.»

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیا انسجام په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې دا چاره یې لومړیتوب دی او ډاډ یې ورکړ چې افغانستان او افغانان به په اوسني بد وضعیت کې یوازې پرېنږدي.

تر دې مخکې داسې ویل کېدل چې ولسمشر غني به نن له واک څخه د برطرفه کېدو استعفاء ورکوي او له واک څخه به لاس په سر کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

په همدې حال کې د امریکایي ځواکونو یوه ډله بېرته کابل ته راستنه شوې ده. لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه کابل ته راغلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د راتلو په حال کې دي.

د راپورونو له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شااوخوا ۶ سوه بریتانوي ځواکونه هم دې هېواد ته راځي.

ویل کېږي د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د کارکوونکو، د دې هېوادونو د اتباعو او د هغو افغانانو د خوندي وتلو لپاره زمینه برابرول دي چې له امریکایي او بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی او دلته له ګواښ سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب