سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهروان ګونګ حالت : د خلکو اندېښنې او غوښتنې څه دي؟

روان ګونګ حالت : د خلکو اندېښنې او غوښتنې څه دي؟

تاند(شنبه د اسد ۲۳مه) افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د لویو سیاسي پېښو او بدلونونو ځای پاتې شوی دی.که یې کله هم لنډه موده د آرام ساه اخېستې، نو وروسته یې ناکراري په کلونو او لسیزو اوږده شوې ده.

وروستیوحالاتو یو ځل بیا افغانان له داسې حالت سره مخ کړي، چې هرځای د څو کسانو ترمنځ د خبرو سر ټکی دا وي، چې څه به کیږي!؟

که څه هم ډیری افغانان وروستیو سیاسي او پوځي بدلونونو حیران کړي او وايي،چې له داسې وضعیت سره د مخ کېدو تصور هم نه کاوه، خو اندېښنې د ټولو یو ډول، مګر فکرونه بېل دي.

د کابل اوسېدونکی ۶۶کلن غلام رسول چې په وینایي متقاعد ډګروال دی، د افغانستان اوسنيو حالاتو ته د تاریخ له هېندارې ګوري او ټوله اندېښنه یې د چت د راپرېوتو ده.

نوموړي د تاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روان وضعیت په هکله څه فکرکوي وویل،چې لویه وېره یې دا ده چې د افغانستان چت راکېنني، ده ته نظام ترټولو مهم دی،ځکه یې د چت په نوم یادوي.

دی وايي:” نظام د افغانستان د چت حیثیت لری، که خدای مه کړه، راونړېده نو ټول به لاندې کړي،که هغه هرلوري او هرغاړه وي، تر ټولو لومړی باید نظام وساتل شي،نورې خبرې حل کیدای شي، خو که نظام نه وي،بیا هېڅ هم نشته”

کله چې ترې وپوښتل شول،چې آیا وروستيو بدلونونو ته په پام سره د نظام ساتل شوني دي، ویې ویل: ” هو! د زیان مخه چې هروخت ونیسې، ګټه دې ده، پرون له غزني چا راسره خبرې کولې،ویل یې چې طالبانو ملکي مامورینو ته ویلي،چې خپلو ادارو ته دې راشي،کار دې پېل کړي،نو سبا که حکومت طالبانو ته ووايي،چې راشئ د افغانستان د ملي اردو برخه شئ، عیب یې څه دی؟ که په خپلو کې په خبرو سره پوه شو هرڅه سمېدلای شي. ”

روان ګونګ حالت ځوانان هم اندېښمن کړي،د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي یو فارغ شوی ځوان چې د ادریس په مستعار نامه له تاند سره خبرې کوي، وایي چې تر ټولو لویه وېره یې له کورنیو جګړوده: ”د پلار مې تر اوسه د ژوند بدې خاطرې په کابل کې د کورنیوجګړو د وخت دي، پلار مې کیسه کوي،چې اوړه به یې له چهارآسیاب نه په بایسکېل راوړه. داسې وخت راغلی،چې پېسې یې خلاصې شوې او له بایسکېل پرته یې بل څه نه لرل،حیران و که بایسکیل وپلوري نو اوړه څنګه راوړي. که اوس هغسې حالت راغی، د کابل ۷ میلیونه نفوس به څه کوي؟”

روان وضعیت ښځې د ټولنې د تر نورو وګړو ډېرې اندېښمنې کړې دي. سلیمه د کابل په چهلستون سیمه کې د آقا علي شمس د ښوونځي ښوونکې ده. دا وايي، لویه اندېښنه یې دا ده چې که خپله دنده له لاسه ورکړي، نو پر معلول خاوند به یې د ژوند پيټی ډېر دروند شي.

دا وايي: ”خاوند مې په یوه پښه معلول او په یوه اداره کې صفا کار دی، د دواړو معاشونه یوازې دومره کېږي چې وخورو او وڅښو او ونه مرو، تر دې زیات موږ هم څه نه دي غوښتي، خو که وزګار شوو او دا حالت هم راباندې ودرېږی، ژوند به ډیر راته سخت شي. ”

خو بل خوا داسې ځوانان هم شته چې لایې هم هیلې مړاوې شوې نه دي.تمیم چې په وینايي په یوه بهرني بنسټ کې کارکوي، وایي چې دفتر یې ورته بهر ته د تګ لاره اواره کړې، خو دی نه غواړي چې بهر ته ولاړ شي.

ده تاند ته وویل” هغه سندره مو اورېدلې چې وايي، اين وطن بې ما وطن کی میشود، نه غواړم چې ماشومان مې بل هېواد کې لوی شي،غواړم همدلته پاتې شم ،خدای مهربان دی، پر وطن تر دې هم ډیرې بدې ورځې راغلي، له هرې تیارې وروسته رڼا وي؛ پردی وطن نه وطن کیږي. ”

افغانان په داسې حال کې خپل راتلونکي ته اندېښمن اوماڼېجن دي،چې وروستۍ ورځې د هېواد او خلکو لپاره برخلیک ټاکونکې ګڼل کیږي او له ښکېلو لورو د افغانانو غوښتنه داده،چې د جګړې پرځای سولییزه لاره غوره کړي او روان ناورین ته نور د پای ټکی کیږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب