Homeخبرونهعطامحمد نور او عبدالرشید دوستم ژمنه وکړه چې له بلخ نه به...

عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم ژمنه وکړه چې له بلخ نه به دفاع وکړي

تاند (جمعه، د زمري ۲۲مه) — د هېواد په شمال کې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور او د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم په یوه خبري کانفرانس کې له مزارشریف ښار څخه د دفاع ژمنې تکرار کړې.

ښاغلي نور وویل،‌ ولسمشر غني ورسره منلې ده چې چې هلته د ولسي پاڅون د ځواکونو د ملاتړ لپاره به تجهیزات په لاس ورکړي.

د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم وویل چې بلخ د افغانستان دروازه ده او له دغه ولایت نه به دفاع وکړي.

ښاغلي دوستم وویل، خلکو ته به ثابته کړي چې یوازې یې نه پرېږدي.

د بلخ ولایت پنځو خواوو ته پراته ولایتونه کندوز، بغلان، سمنګان، سرپل او جوزجان وار له مخه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

په نور او دوستم سربېره، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پخپله فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي چې د طالبانو، چې هغه د جهل او وحشت د لښکر په نامه یاد کړي دي، پر وړاندې به مقاومت وکړي.https://taand.net/?p=193904

تر دوی مخکې، د هرات ځایي قوماندان اسماعیل خان هم دوی ته ورته خبرې کړې وې، خو ویل کیږي چې د طالبانو پر وړاندې یې د جنګ تاب را نه وړ او نن غرمه د هرات والي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او په هرات کې د ظفر قول اردو قوماندان سره یوځای طالبانو ته تسلیم شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...