سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهعینی شاهدان وایي، د هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو ولوټل شوه

عینی شاهدان وایي، د هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو ولوټل شوه

تاند (جمعه، د زمري ۲۲مه) — له هرات ښار څخه عیني شاهدان وایي چې په دغه ولایت کې د پرتې ۲۰۷ ظفر قول اردو ډېر وسایل ولوټل شول.

د یادې قول اردو یوه پخواني افسر چې وایي د طالبانو له خوا د قول اردو له نیولو څخه وروسته رخصت کړای شوی دی، تاند ته وویل، له تسلیمۍ څخه وروسته ځایي لنډه غر په قول اردو ور ولوېدل او څه چې په لاس ورتلل هغې یې تښتول.

هغه چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له تاند سره خبرې کولې، وویل، «یوازې له ماسره چې د … مرکز د کنډک د بخش ډيپو راسره وه ۱۷۵۰ میله اېم ۱۶، تر شلو نورې درنې وسلې، ۲۰ تمانچې، په لکونو مهمات ۷۲ کمپیوترونه … وو،»

نوموړي وویل، په ظفر قول اردو کې د قول اردو په خپلو وسلو او وسایلو سربېره هلته د ایټالیانو د بېس وسایل هم دغې قول اردو ته ورکول شوي ول، خو پوه نشو چې څه کومې خواته لاړل.

د هرات د ظفر قول اردو دغه افسر وویل، «یوه ضروري موضوع چې زه غواړم پرې راپور جوړ شي هغه نن سهار اسماعیل خان، د قول اردو قوماندان، والي او یو درې نورو چې کله هڅه کوله وتښتي او پرسونل پرېږدي د کومانډو هلکانو یې په چورلکو ډزې وکړې او پرې یې نه ښودل چې وتښتي، ایسته ماشومانو مجاهدینو ته پاتې شول نور ترې موږ هم خبر نه شوو.»

د افغانستان د چارو پوهان د افغانستان د نظام پر وړاندې رامنځته شوې روانه ننګونه ډېره د افسوس وړ بولي او په دې برخه کې نړۍ واله ټولنه پړه ګڼي.

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک تېره شپه د فیسبوک له لارې په یوه ژوندي پروګرام کې وویل، دا په وروستیو سلو کالونو کې درېیم ځل دی چې په افغانستان کې د نظام د ورانولو هڅې کېږي؛ لومړی ځل د امان الله خان پرمختیایي نظام ویجاړ کړای شو،‌ بیا په ۱۹۹۲ کې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان تاسیسات ویجاړ کړای شول او اوس بیا د نظام ستنې نړول کیږي چې د افغانستان ګاونډیان په کې لاس لري او نړۍ واله ټولنه پرې پټه خوله ناسته ده او سیل یې کوي.‌

1 COMMENT

  1. طالبه متوجه شه !!! داخبره پخه خبره ده که دی کنترول کره نو تاریخ دی وګتی کنه نو نوم به دی لا هم بد ایسی .
    پښتون سیاستوال افراسیاب خټک تېره شپه د فیسبوک له لارې په یوه ژوندي پروګرام کې وویل، دا په وروستیو سلو کالونو کې درېیم ځل دی چې په افغانستان کې د نظام د ورانولو هڅې کېږي؛ لومړی ځل د امان الله خان پرمختیایي نظام ویجاړ کړای شو،‌ بیا په ۱۹۹۲ کې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان تاسیسات ویجاړ کړای شول او اوس بیا د نظام ستنې نړول کیږي چې د افغانستان ګاونډیان په کې لاس لري او نړۍ واله ټولنه پرې پټه خوله ناسته ده او سیل یې کوي.‌ کاپی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب