سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد امریکا د کانګرېس غړی: د افغانستان د ژغورلو لپاره يوازينۍ لاره...

د امریکا د کانګرېس غړی: د افغانستان د ژغورلو لپاره يوازينۍ لاره پر پاکستان د مرستو بندېدل دي

تاند (جمعه، د اسد ۲۲) د امريکا د کانګرس غړي مايک والټز له فاکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې د افغانستان د ژغورلو لپاره يوازينۍ لاره پر پاکستان د مرستو بندېدل او افغانستان ته د امريکايي ځواکونو بېرته استول دي.

مایک والټز همدا راز ويلي، چې طالبانو د زلمي خليلزاد د ادعا خلاف هېڅ ډول بدلون نه دی کړی او د سولې او حکومتولۍ لپاره کومه لېوالتيا هم نه لري.

هغه په ټینګار سره زياته کړې زلمی خليلزاد بايد ګوښه او پر پاکستان بنديزونه ولګول شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تازه امريکا او بريتانيا شاوخوا ۳ زره او ۶۰۰ سرتېري افغانستان ته استوي.

د امريکا دفاع وزارت وايي چې شاوخوا ۳ زره امريکايي سرتېري افغانستان ته استوي.

په ورته وخت کې د برېتانيا حکومت اعلان کړی دی چې ۶۰۰ برېتانيايي سرتېري افغانستان ته لېږي.

يو کاناډايي چارواکي هم ويلي چې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه افغانستان ته استول کېږي.

امريکا همداراز ويلي چې شاوخوا ۴ زره نظامي ځواکونه په کويټ کې د امريکا هوايي اډې ته استوي او په افغانستان کې د وضعيت ترينګلتيا په صورت کې به دغه ځواکونه د تيارسي حالت کې وي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی او شاوخوا د ۱۷ ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لويدلي دي.

بل لورته جمعه مازیګر د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې د افغانستان د ټولو خلکو له حقونو ساتنه کوي او د وضعيت د بدلون لپاره به هڅې وکړي.

صالح زياتوي: 《نه جنګېدل به تاريخي شرم وي او زه يقين لرم چې طالب به ماتې خوري؛ خو پرته له قربانۍ نه》

2 COMMENTS

  1. I hope security will return back to regular situation.
    talibs are not strong.afghan army will take over all country.
    NOW AFGHANS ARE IN THE WAR DIRECTLY WITH PAKISTAN,
    AFGHANS MUST DEFENSE FROM HOME LAND, THANK YOU

  2. دا ټول کارونه د همدی امریکا، برتانیه او پاکستان دی چی افغانستان پدی ۴۵ کلنه او ۲۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی سوځیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب