تاند (جمعه، د زمري ۲۲مه) — د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر او د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون رییس امیرخان متقي د اوبو او برېښنا پخواني وزیر او د هرات نامتو قوماندان اسماعیل خان څخه د ټیلیفون له لارې وغوښتل چې د اسلامي جمعیت ډلې او نور مشران ورسره جوړ کړي.
اسماعیل خان په خپله مکالمه کې امیرخان متقي ته وعده ورکړه چې په دې لاره کې به خپلې ټولې هڅې وکړي.
په هغو ویډیوګانو اوعکسونو کې چې نن په ټولنیزو رسنیو خپاره شول، لیدل کیږي چې له اسماعیل خان سره ښه چلند شوی، طالبانو ورسره یادګاري عکسونه اخیستي، او له متقي سره له خبرو څخه یې هم معلومیږي چې ارام دی.
امیرخان متقي له اسماعیل خان سره په خبرو کې له هغه نه خوښي څرګنده کړې چې ورسره یو ځای شوی دی، او ترې غوښتي یې دي چې د څلوېښت کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره دې له نورو مشرانو سره هم خبرې وکړي چې ټول په یوه خوله او یوه ټغر سره کېني.
[د متقي او اسماعیل خان تر منځ د مکالمې ویډیو]
متقي له اسماعیل خان نه غوښتي چې عطا محمد نور، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، او نور دې ته جوړ کړي چې له امارت سره ملګري شي.
ویل کیږي چې طالبانو اسماعیل خان ته اجازه ورکړې چې له هرات څخه د الوتکې په وسیله کابل ته والوزي.
د هرات نامتو قوماندان ستر جنرال محمد اسماعیل خان چې په سیمه کې د طالبانو د وروستیو بریدونو له پيلېدلو څخه وروسته د ولسي پاڅون ځواکونو د مشرۍ لپاره هرات ته تللی وو نن د طالبانو له خوا هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې په یوه الوتکه کې کابل ته را وګرځي.